ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر کال په خوست ۲۷  ځانمرګي بريدګر نيول شوي

تېر کال په خوست ۲۷ ځانمرګي بريدګر نيول شوي

author avatar
30 Mar 2013 - 15:45
تېر کال په خوست ۲۷  ځانمرګي بريدګر نيول شوي
author avatar
30 Mar 2013 - 15:45

خوست ښار ( پژواک ١٠ ورى ٩٢ ) : د خوست چارواکو په خپل کلني راپور کې په ډاګه کړه، چې تېر کال يې ددې ولايت په بېلابېلو سيمو کې ٢٧ ځانمرګي بريدګر نيولي دي.

دخوست والي عبدالجبار نعيمي، امنيه قوماندان  مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى، د ملي اردو د لومړۍ لوا قوماندان او ددغه ولايت د ملي امنيت مرستيال ادم خان زرمتي د وري په ١٠مه، د يوې ګډې خبري ناستې پر مهال د  تېر کال د لاسته راوړنو په اړه  رسنيو ته معلومات ورکړل.

د خوست د ملي امنيت مرستيال ادم خان زرمتي وويل ،چې  تېر کال کې يې په دغه ولايت کې ۲۷ ځانمرګي بريد کوونکي نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.

هغه زياته کړه ، چې تېر کال کې يې د ۹۶ ځانمرګو بريدونو مخه نيولې،۲۴ کسان يې د ترور په تور او ۹ تنه يې د وسله والو د مالي کومک کوونکو او ۵۰۵ تنه يې د مختلفو جرمونو په اساس نيولي دي.

نوموړي وويل ، چې ځواکونو يې ۳۰۰ ميله تومانچې،۹۰ ميله کلاشينکوفونه،۸ راکيټونه،۷ ميله پيکاوې او ۴۵ عرادې لوی او واړه موټر د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې لاسته راوړي دي.

په خوست کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال ناصر هدايت وويل ، چې  تېر کال کې د خوست پکتيا او پکتيکا په ولايتونو کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې ۱۳۱ د دولت ضد وسله وال  مخالفين وژل شوي او له دې زيات يې ټپيان کړي دي.

هغه وايي ، چې د وسله والو بريدونو،بمي چاودنو او ځانمرګو بريدونو په ترڅ کې ۲۵ د ملي اردو افسران او سرتېري وژل شوي او ۷۷ نور ټپيان شوي دي.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوی په خبري ناسته کې وويل ، چې په ۱۳۹۱ لمريز کال کې پوليسو د يو لړ عملياتو پر مهال ۵۶ وسله وال وژلي او ۱۸۵ يې ټپيان کړي دي .

هغه زياته کړه، چې ۱۷ تنه ماين خښوونکي د خپلو ماينونو  د چاودېدو  له امله وژل شوي او څلور ماين خښوونکي پوليسو د ماين خښولو پر مهال لاس په لاس نيولي دي.

باقي زوی وويل، چې تېر کال  د بېلابېلو پېښو له امله ۲۳ پوليس وژل شوي او ۹۶ تنه يې ټپيان دي.

د نوموړي په خبره، چې پوليسو په خوست کې ۵ ماشومان د  تښتوونکو له منګولو خلاص کړي  دي.

د خوست امنيتي مسوولينو په يوه غږ سره وويل، چې د تېره په پرتله د خوست امنيت ښه شوی او امنيتي ځواکونه يې پياوړي شوي دي.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي په خبري ناسته کې وويل ، چې په تېر کال کې په  دغه ولايت کې ګڼ شمېر د بيارغونې پروژې پيل او زياتې بشپړې شوې دي.

د هغه په وينا، پر دې پروژو ميلياردونه افغانۍ لګښت شوی او زرګونه خوست مېشتو کورنيو ته يې ګټه رسيدلې ده.

نعمي وويل ، چې په روان کال کې به په دغه ولايت کې د ميليونونو افغانيو په ارزښت د بيارغونې ګڼې پروژوې لري،  چې پر جوړيدو سره به يې د خوست اوسنی بڼه بدله شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.