هرات ښار (پژواک، ١٠ ورى ٩٢): د بادغيس چارواکي وايي، چې په قادس ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې د ملي اردو درېيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندانۍ وياند ډګروال نجيب الله نجيبي د وري په لسمه، پژواک خبري اژانس ته وويل، تېر ماښام په قادس ولسوالۍ کې د ملي اردو د سرتېرو پر موټر، چې د ګزمې په حال کې و، د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې درې سرتېري ټپيان شول، خو يوه ټپي روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د هغه په وينا، دوه تنه نور تر درملنې لاندې دي او ډاکټرانو يې روغتيايي حالت ډاډمن ښودلى دى.
نجيبي د چاودنې پړه پر وسله والو طالبانو واچوله، خو دې ډلې تر دمګړۍ د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
بادغيس کې تېره مياشت هم د طالبانو په يوه ناڅاپي بريد کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او بل ټپي و.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن