جلال اباد(پژواک١٠ ورى ٩٢ ) : د نورستان والي تميم نورستانى وايي، چې په دې ولايت کې د پوليسو د شمېرې له کمېدو سره به ډېرې ولسوالۍ سقوط وکړي .
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې د کورنيو چارو وزارت ويلي ، چې د نورستان ولايت ګڼ شمېر پوليس له دندو ګوښه کوي.
تميم نورستان د وري په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، که چېرې د کورنيو چارو وزارت دغه پرېکړه بېرته وانخلي ، نو ښايي له دندو ګوښه شوي پوليس د وسله والو مخالفينو په ليکو کې د دولت په مخالفت کې ودريږي، چې د نورستان امنيت به تر ډېر لوى ګواښ لاندې راولي.
هغه زياته کړه، چې د کورنيو چارو وزارت په رسمي مکتوب کې ترې غوښتي، چې پوليس دې له دندو ګوښه شي او وسلې دې ترې واخيستل شي.
تميم نورستاني وويل ، چې په ګوښه شويو پوليسو کې د سرتېرو ترڅنګ افسران هم شامل دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي بيا وايي، چې نورستان يو سرحدي ولايت دى او مرکزي دولت ته د نوموړي ولايت امنيت تر ټولو مهم دى.
هغه زياته کړه: (( وزارت به هېڅ کله داسې پرېکړه ونه کړي، چې په دغه ولايت کې ناامني زياته شي.))
نوموړي زياته کړه ، وزارت يې په پام کې لري، چې په نورستان کې عامه نظم او سيمه ييز پوليس ځاى پر ځاى کړي.
خو د نورستان والي وايي، چې په دغه ولايت کې د پوليسو د تشکيل د کمېدو موضوع به د افغانستان د امنيت شورا سره هم شريکه کړي، چې دغه شورا د کورنيو چارو وزارت د حکم د پلي کېدو مخه ونيسي.
نورستان د هېواد په ختيځ کې پروت سرحدي ولايت دى، چې ډېرې غرنۍ سيمې لري او له ګاونډي هېواد پاکستان سره هم اوږده پوله لري ، چې وخت ناوخته ترې د ناامنۍ خبرونه ورکول کيږي.
بلخوا ددې ولايت د ولايتي شورا غړي وايي ، چې په نورستان کې له هرو څلورو مياشتو وروسته د پوليسو سرتېري بدليږي او ولايتي اداره د ګوښه شويو سرتېرو تنخواوې په خپلو جېبونو کې اچوي.
د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمان پژواک اژانس ته وويل، چې د نورستان والي،امنيه قوماندان او د جلب جذب امر ټول په دغه مسئله کې شريک دي.
دى وايي: ((ټول په ارتباطاتو سره عسکر نيول کيږي او معاشونه يې اخيستل کيږي.))
نوموړي د کورنيو چارو وزارت د هغه پرېکړې هرکلى کړى، چې له مخې يې دوه ورځې وړاندې په نورستان ولايت کې د پوليسو په ليکو کې ۸۵۰ پوليسو له دندو څخه د ګوښه کېدو پرېکړه شوې ده.
دى وايي : ((د کورنيو چارو وزارت دې داسې پوليس راواستوي ، چې دنده اجراء کړي، نه په نامه پوليس، چې موجود نه وي او تنخوا يې چارواکي اخلي.))
د ولايتي شورا يو بل غړي تاج محمد پژواک ته وويل ، چې د کورنيو چارو وزارت پريکړه يو څه د نورستان په تاوان ده، خو ګټه يې دا ده ، چې حق به حقدار ته وسپارل شي.
دى وايي: ((٨٥٠ پوليس نشته ، د دى پر ځاى به يواځې يو څو کسان معاش اخلي او نور به ټولې د چارواکو جېبونو ته ځي.))
د هغه په وينا، که چېرې د کورنيو چارو وزارت په دغه برخه کې ٥٠٠پوليس هم راواستوي، نو ګټه به يې له ٨٥٠ په نامه پوليسو څخه زياته وي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن