ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزى په رسمي سفر قطر ته روان شو

ولسمشر کرزى په رسمي سفر قطر ته روان شو

author avatar
30 Mar 2013 - 13:29
ولسمشر کرزى په رسمي سفر قطر ته روان شو
author avatar
30 Mar 2013 - 13:29

 کابل  (پژواک ١٠ورى ٩٢) : ولسمشرحامد کرزی د قطر د امير په رسمي بلنه د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، نن له غرمې مخکې  قطر ته روان شو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه د وري په ١٠مه، په خپره شوې خبرپاڼه  کې چې يوه کاپي يې پژواک اژانس ته راليږل شوې ، ويل شوي ، چې دغه دوه ورځنى سفر د قطر د امير حمد بن خليفه آل ثاني په رسمي بلنه تر سره کيږي .

سرچينه زياتوي ، چې په دغه سفر کې به ولسمشر کرزى د قطر د امير په ګډون ددغه هېواد له يو شمېر چارواکو سره و ګوري او د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا او د افغانستان د سولې د بهير په اړه به ورسره خبرې اترې وکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس ، له ولسمشر کرزي سره په دې سفر  د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا، په نړيوالو چاروکې د ولسمشر سلاکار يحيی معروفي، د سولې د عالي شورا رييس صلاح الدين رباني، د سولې د عالي شورا د دارالانشا رييس معصوم ستانکزی، د جمهوري رياست د عالي مقام د دفتر رييس عبدالکريم خرم او د جمهور رييس وياند ايمل فيضي، ملګرتيا کوي.

له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهيسې هڅې روانې دي ، چې د سولې د خبرو په موخه په قطر کې وسله والو طالبانو ته دفتر پرانيستل شي .

دغه راز  له ډيرې مودې راهيسې افغانستان او قطر پر يوه هوکړه ليک کار کوي ، چې له مخې به يې په قطر کې د افغان دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د خبرو اترو دفتر جوړ شي .

خو افغان دولت په ټينګار سره ويلي، تر هغه به دا دفتر جوړ نه شي ، چې وسله وال طالبان جګړه وغندي او له افغان دولت سره د نېغو خبرو اعلان وکړي.

طالبانو ويلي ، چې د  افغانستان له دولت سره خبرې نه کوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.