ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تښتول شوى ترکى انجنير خوشې شو

تښتول شوى ترکى انجنير خوشې شو

author avatar
31 Mar 2013 - 13:35
تښتول شوى ترکى انجنير خوشې شو
author avatar
31 Mar 2013 - 13:35

کابل (پژواک ١١ ورى ٩٢): د وسله والو طالبانو له خوا خوشې شوى ترکى انجنير به سبا خپل هېواد ته واستول شي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د سرتاج په نوم  ترکى  انجنير ،  دوه کاله مخکې د طالبانو  له خوا د شکمنو فعالیتونو په جرم له اسنادو او شواهدو سره نيول شوى و.

سرچينې زياته کړې، چې دغه انجنير يې د ترکیې د چارواکو په غوښتنه د طالبانو د مشرتابه له لوري  د دغه هېواد د ښه نیت له مخې پرون مازيګر ناوخته د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ د سه پدر په سیمه کې د هغه هېواد استازو ته وسپارل شو .

طالبانو ويلي، چې نوموړى د بند په ټوله موده کې د زنداني په توګه له ټولو ورکړل شوو انساني او بشري حقوقو برخمن وو.

د کاپيسا ولايت چارواکو او په کابل کې د ترکيې سفارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د اناتولا په نوم د ترکيې يوې رسنۍ د وري په ١١مه خبر ورکړى، چې د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردغان د دغه انجنير په خوشې کېدو خوښي څرګنده کړه او د هغه له مور سره يې په ټيلېفوني اړيکه نيولې او هغې ته يې د زوى پر خوشې کېدو مبارکي ورکړې ده.

دغې رسنۍ ويلي، چې خوشې شوى انجنير نن په کابل کې د ترکيې سفارت ته رسول شوى او ټاکل شوې سبا ترکيې ته ولېږدول شي.

د  يادونې ده، چې تېره مياشت په کندهار ولايت کې يو ترکى انجنير له خپل يوه ژباړونکي سره وژل شوى و.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.