کابل ( پژواک ١١ ورى ٩٢ ) : په هلمند ولايت کې ديوې چاودنې له امله درې بهرني او دوه افغان سرتېري ټپيان شوي دي.
د استراليا دفاع وزارت د وري په١١مه، اعلان کړى ، چې دا چاودنه نن تر غرمې مخکې په هلمند ولايت کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې ،چې افغان او ناټو ځواکونه په دې ولايت کې پر ګزمې بوخت وو، چې د سړک د غاړې ماين چاودنه پرې وشوه.
دفاع وزارت ويلي، چې په دې چاودنه کې دوه استراليايي سرتېري، د ناټو يو بل او دوه افغان سرتېري ټپيان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ټپيان د ترينکوټ پوځي روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
استراليا په افغانستان کې شاوخوا ١٦٠٠ سرتېري لري او تر اوسه يې ٣٩ سرتېري يې وژل شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن