ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سلما بند د الوځولو مخه ونيول شوه

د سلما بند د الوځولو مخه ونيول شوه

author avatar
31 Mar 2013 - 14:39
د سلما بند د الوځولو مخه ونيول شوه
author avatar
31 Mar 2013 - 14:39

هرات ښار (پژواک ١١ ورى ٩٢): د هرات چارواکي وايي، سلګونه کيلوګرامه هغه چاودېدونکي توکي يې نيولي، چې د سلما بند ړنګولو په موخه دغه ولايت ته وروړل شوي وو.

د هرات د والي وياند محي الدين نوري د وري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ١٣٠٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي نن سهار د ملي امنيت د کشفي عملياتو په لړ کې سلما بند ته نږدې د کشک په کلي کې نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړه، چې دا ډول چاوېدونکي توکي د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې نيول شوي او له لومړنيو څېړنو معلومه شوه، چې له ډېر قوت څخه برخمن دي او د راوړلو موخه يې د سلما بند ړنګول وو.

نوري وويل، چې دا توکي له يوه ګاونډي هېواده دغه ولايت ته راوړل شوي وو، خو د کوم هېواد نوم يې په ګوته نه کړ.

د والي وياند وايي، چې دغه توکي د ملي اردو په څرخي الوتکه کې لېږدول شوي دي.

په لوېديځ زون کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندانۍ رييس ارکان جنرال محي الدين غوري هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل، چې ياد توکي د سلما بند په ٢٥ کيلومترۍ کې د پښتون زرغون ولسوالۍ په مربوطاتو کې په بوريو کې ځاى پر ځاى شوي وو.

هغه زياته کړه، چې له دې توکو سره د تړاو په تور دوه تنه نيول شوي، چې اوس تر پوښتنو لاندې دي.

تر دې مخکې هم د سلما بند د ورانولو هڅې شوې دي، ځايي امنيتي چارواکي وايي، چې د ملامصطفی په نوم يوه ځايي غير مسوول وسله وال قوماندان ، چې سلګونه وسله وال لري او د طالبانو او ګاونډيو هېوادونو له خوا حمايه کېږي، د دغه بند د ړنګولو هڅې يې کړې دي.

تېر کال د دغه بند پر ساتونکو په ګڼ شمېر بريدونو کې يې ١١ ساتونکي وژل شوي وو.

سلما بند د هرات شمال ختيځ ته په ۱۶۰ کيلومترۍ د چشت شريف ولسوالۍ کې پر هريرود سيند جوړېږي، اته کاله مخکې د هندوستان په ١٥٠ميليون ډالرو بلاعوضه مرسته باندې يې کارونه پيل شوي دي.

د دغه بند له جوړېدو سره به ٧٠ زره هکتاره ځمکه خړوبه او هرات ښار ته به ٤٠ مېګاواټه برېښنا توليد کړي.

د هرات والي داوود شاه سبا پرون پژواک اژانس ته ويلي وو، چې د سلما بند د امنيت لپاره يې ټينګ تدابير نيولي او د دغه بند د جوړولو ٧٧ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.