ژبه

د بغلان کروندګر د ملخو له يرغله په اندېښنه کې دي

حبيب الرحمن شيرزى

۱۷ وری ۱۳۹۲ - ۱۵:۵۰

Views: ۶۴

پلخمرى (پژواک ١٧ ورى ٩٢): په بغلان ولايت کې له ملخو سره مبارزه دوام لري، خو يو شمېر کروندګر بيا د کرنې د مامورينو شمېر کم بولي او پر کروندو يې د دې مضرې حشرې له يرغل څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ملخ په ژمي کې هګۍ اچوي او په پسرلي کې د هوا له ګرمېدو سره، الوځي او په کروندو يرغل کوي.

دغه مضره حشره د نباتاتو په ځانګړي ډول د غنمو ساقه  خوري او وچېږي او حتى کله يې واښه هم ترخه کېږي او څاروي يې نه خوري.

خو د بغلان د کرنې رييس عزيزالله ايماق وايي، چې له يوې اونۍ را په دېخوا  په دهنه غوري، مرکزي بغلان او د دغه ولايت په مرکز پلخمري ښار کې له ملخو سره مجادله پيل شوې او په چټکۍ دوام لري.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوى کاري ډلې به په  ټوليز ډول ٤٥زره هکتاره ځمکه د درمل پاشلو په وسيله د ملخو له شتون نه پاکه کړي.

ايماق زياته کړه: “همدا اوس له ملخو سره د مجادلې وخت دى، لا يې هم وزرونه نه دي کړي، موږ هڅه کوو، چې له الوت وړاندې کروندې  درمل پاشلو له لارې خوندي کړو، له دې پرته به يې کابو کول ګران وي.”

د کرنې رييس وايي، چې کروندګر له ملخو سره د کرنې رياست د مجادلو له ډلو سره همکاري کوي.

خو د مرکزي بغلان ولسوالۍ  د بايسقال درې د لرخابي کلي کروندګر محمد الله وويل، چې دوى تېر کال څو ځلې د کرنې رياست ته مراجعه وکړه، چې د کروندو د درمل پاشلو اقدام دې وکړي، خو د نه پاملرنې له امله نيمايي کروندې ملخو له منځه يوړې.

دغه کروندګر وويل: “ما تېر کال سل جريبه غنمي ځمکه اجاره کړې وه، خو ملخ راغلل او زما نيمايي حاصل يې خراب کړ، زما سره حتى د دې توان هم نه و، چې خپل مصرف وباسم.”

هغه زياته کړه، چې اوسمهال د کرنې د رياست دوې ډلې نورو کلو ته راغلې، خو شمېر يې کم دى او د بايسقال ټوله دره نه شي دوا پاشي کولاى.

محمدالله وويل، چې لا هم ملخان کوچني دي او الوت يې نه دى کړى، که چېرې د کرنې رياست ډلې زياتې نه شي، نو په کروندو يې د يرغل وېره شته او کروندګر به د تېر کال غوندې بيا زيانمن شي.

خو د بغلان د کرنې رييس زياته کړه، چې تېر کال د بايسقال درې په ځينو ساحو کې امنيتي ستونزې وې، چې له همدې امله پر کروندو د درمل پاشلو زمينه مساعده نه وه، خو سږ کال بيا امنيت ښه شوى او ټولې هغه کروندې به دوا پاشي شي، چې د ملخو ديرغل تر ګواښ لاندې دي.

هغه زياته کړه، چې له ملخو سره روانه مجادله به د ثور تر ٢٠مې دوام ولري او دوى به تر هغه وخته ټولې ټاکل شوې ساحې دوا پاشي کړي.

د کرنې د متخصصينو په وينا، د ملخو ژوند له څلوېښتو ورځو زيات دى او په دې موده کې په درېيو پړاوونو کې يوه جوړه ملخ ١٠٠ دانې هګۍ اچوي.

يو ملخ د خپل ژوند په لسو ورځو کې په هرو څلوريشتو ساعتونو کې تر يو کيلوګرام پورې واښه خوري.

پر ګروندو د يرغل پر مهال د هرې ډلې شمېره ميليونو ملخونو ته رسېږي او په ډېر کم وخت کې کروندګرو ته درانه زيانونه اړوي.

د بغلان ولايت د مرکز د خواجه الوان ساحې کروندګر محمد رحيم وايي، چې اوس مهال ملخ په غرونو کې دي، خو بچيان يې جوپې جوپې د حرکت په حال کې دي او که چېرې کرنيزې ځمکې په وخت سره دوا پاشي نه شي، نو ملخ به پرې يرغل وکړي.

هغه وويل: “د کرنې رياست تېر کال له لوړو او لرې سيمو درمل ونه  شيندل، د حاصل په ټولولو بوخت وو، چې ملخو بريد وکړ او زموږ ځمکې يې را خرابې کړې.”

دغه کروندګر زياته کړه، چې تېر کال يې د غنمو شل سلنه ځمکه د ملخو په بريد کې خرابه شوه.

خو د کرنې رييس زياته کړه، چې د خواجه الوان په سيمه کې له ملخو سره مبارزه اوس هم دوام لري، د امکان او اړتيا په صورت کې به لرې او لوړو سيمو ته نورې ډلې هم واستوي، څو ټولې کروندې له دې مضرې حشرې په امان شي.

د يادولو ده، چې د کرنې  چارواکو په تېرو کلونو کې هم د هېواد په شمالي، شمال ختيځو او لوېديځو ولايتونو کې له ملخو سره د مجادلې کمپاين ترسره کړى و، خو له دې سره سره کروندګرو شکايت کاوه، چې د کروند ځينې برخې يې د ملخو ښکار شوې او دوى ته يې زيانونه اړولي وو.