کابل(پژواک ١٧ورى٩٢) :د ولسي جرګې ځينې غړي پرته له دې ، چې د چا نوم واخلي ، وايي چې د وزيرانو د استيضاح په موضوع کې د جرګې ځينو غړو پيسې اخيستې او ځينو يې ګوندي او سمتي اړيکې پاللې دي.
دوى دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي ، چې تېر کال د مرغومي په لومړيو کې ولسي جرګې د ملي دفاع، کورنيو چارو، سوداګرۍ، اقتصاد، اوبو او برېښنا، پوهنې، ښاري پراختيا، کانونو، لوړو زده کړو، له نشه يي توکو سره د مبارزې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو د وزيرانو د استيضاح پرېکړه وکړه ، خو د ولسي جرګې په تېرو درېيو غونډ، کې يادو ټولو وزيرانو وکولاى شول ، چې د جرګې له استيضاح بريالي را ووځي.
جرګې د استيضاح دليل په ١٣٩٠ کال کې د دغو وزارتونو د پراختيايي بوديجو له نيمايي لږ لګول ښودلي و، خو وزيرانو ويل ، چې له ٥٠ سلنې ډېره بوديجه يې لګولې ده .
په ولسي جرګه کې د کندهار استازي محمدنعيم حميدزي لالي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تر ډيرو ناندريو وروسته د جرګې يو شمېر غړي په دې بريالي شول ، چې ياد شوي وزيران استيضاح کړي.
لالي له استيضاح څخه د وزيرانو د بريالي راوتو په اړه وويل ، چې د جرګې يو شمېر غړو په دې موضوع کې پيسې اخيستي ، ځينو سياسي معاملې وکړې او ځينو هم سمتي او ګوندي اړيکې وپاللې .
ده په دې اړه د چا نوم ياد نکړ او زياته يې کړه : ((ولسي جرګه مقننه قوه نه، بلکې يو سوداګريز مرکز دى ، چې په نننۍ غونډه کې يې ځان ثابت کړ او دې جرګې نن د يوه پوځي کنډک په څير پرېکړه وکړه .))
د استيضاح د څرنګوالي بشپړ راپور دلته ولولئ
د لالي په وينا، د جرګې ځينو هغو غړو هم په نننۍ غونډه کې د يادو وزيرانو لپاره شنه کارتونه او موافقه رايه وکاروله ، چې د استيضاح پاڼه يې لاسليک کړې وه .
ده وويل : ((افسوس د افغانستان پر خلکو ، چې دغه شان ولسي جرګه لري ، زه له ولس نه غوښتنه کوم ، چې په خپله د ځان دفاع وکړي، ځکه وکيلانو نن د سياسي ، ګوندي او شخصي ؛ ګټو په خاطر ځانونه وشرمول او د ولس دفاع نور دوى نه شي کولاى .))
لالي د افغانستان له خلکو غوښتنه وکړه ، چې د ملي شورا په راتلوونکو ټاکنو کې د ده په ګډون د ولسي جرګې هېڅ يوه غړي ته رايه ورنه کړي ، ځکه چې د خلکو پر برخليک سياسي لوبې کوي .
په ياده جرګه کې د کابل استازې فاطمه نظري هم وايي ، چې د ولسي جرګې نننۍ پريکړه د وکيلانو او کابينې د غړيو ترمنځ د معاملو له مخې شوې ده .
دې وويل ، چې د ولسي جرګې په تېره او اوسنۍ دوره کې د ځوابونو د قناعت او عدم قناعت په برخه کې په ساده اکثريت پرېکړې شوې، خو په دې استيضاح کې د پنځوس سلنه جمع يو رايو له مخې پرېکړه وشوه.
نظري وويل : ((د افغانستان پارلمان نن قانون مات کړى او زه د جهان ټولو پارلمانونو ته چلنج ورکوم ، چې په قانون ماتونه کې دافغانستان له پارلمان څخه نشي مخکې کيداى.))
د هغې په وينا، نن په جرګه کې ځينو وکيلانو له قانون سره د شخصي ګټو په خاطر لوبې وکړې .
په ياده جرګه کې د تخار استازې حبيبې دانش وويل ، چې د جرګې ځينو غړو د وزارتونو د ناسمو کړنو په اړه موثق اسناد درلودل ، خو وزيرانو کمپاين وکړ او ځانونه يي له استيضاح څخه خلاص کړل .
خو دانش بيا وايي ، چې يادو وزيرانو هغه شان کمپاين نه دى کړى ، چې قوانينو او اصولو ورته اجازه ورکړې، بلکې د کمپاين ترڅنګ د وزيرانو او يو شمېر وکيلانو ترمنځ نورې راکړې ورکړې هم شوې دي .
په ياده جرګه کې دکندهار استازې شکيبا هاشمي وايي ، چې د افغانستان د نورو ادارو په څېر په ملي شورا کې هم په پراخه کچه اداري فساد شتون لري .
هغې زياته کړه ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيدمخدوم رهين او د کانونو وزير وحيدالله شهراني تېره ورځ کمې او نن زياتې رايې درلودې ، چې دا کار په جرګه کې د فساد د شتون ښکارندويي کوي .
هاشمي وويل : ((د يادو وزيرانو له خوا پېسې وويشل شوي، ترڅو له استيضاح څخه خلاص شول .))
د هغې په وينا، د جرګې ځينو غړيو ځکه د لوړو زده کړو ، ښاري پراختيا ، کورنيو چارو او د ملي دفاع وزيرانو د استيضاح پرېکړه ماته کړه ، چې د يو شمېر نورو وکيلانو پروړاندې د معاملو دروازه بنده کړي .
هاشمي د پژواک د يوي پوښتنې په ځواب کې وويل: ((په يواځې ځان نشم کولاى ،چې د دې معامله ګرو نومونه په ډاکه کړم موږ هڅه کوو ، چې يو ګروپ جوړ کړو او د ګروپ له لارې د دغو کسانو نومونه افشا کړو.))
هغې دا هم وويل ، چې د يادو وزيرانو ځينو کسانو دې ته هم د پېسو وړانديز کړى، ترڅو وزيران له استيضاح څخه بچ شي، خو دې په دې اړه نور جزييات ورنه کړل .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن