ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني خلک د سلطان بند د بيارغونې غوښتنه کوي

د غزني خلک د سلطان بند د بيارغونې غوښتنه کوي

author avatar
7 Apr 2013 - 17:20
د غزني خلک د سلطان بند د بيارغونې غوښتنه کوي
author avatar
7 Apr 2013 - 17:20

غزني ښار(پژواک ۱۸ وری ۹۲):  د غزني خلک او په ځانګړې توګه ځمکوال د سلطان بند د بيارغونې د ژر پيليدو او کانالونو د جوړېدو غوښتنه کوي .

د غزني د ابو لګولو په رياست کې لسګونه کسان نن په همدې موخه راټول شوي و،چې د سلطان بندلپاره ځانګړې شوې بوديجه دې په کار ولويږي  او رغونه دې ژر پيل شي .

د خواجه عمري د قلعه نو اوسيدونکى حاجي بسم الله وايي ، چې تېر کال چارواکو ژمنه وکړه،چې د سلطان بند رغونه به پيلوي،خو تر دې مهاله يې کار نه دى پيل کړى او نه يې خپله ژمنه عملي کړې ده.

نوموړي د وري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل : (( که د سيمې خلک د امنيت ضمانت ورکړي ، دوى به کار پيل کړي ،په داسې حال کې ،چې د سيمې خلکو په دې  اړه له وسله والو سره خبرې هم وکړې او د طالبانو ليکلى ضمانت يې ولايت تسليم کړ،خو چارواکي اوس هم بهانې کوي او کار ځنډوي.))

د ده يک د لغبات اوسېدونکى او قومي مشر محمد شريف هم وايي،چې له تېرو نهو کلونو راهيسې  چارواکو خلک په يوه او بله بهانه تېر وېستلي دي ،ژمنه وکړي عملي کوي يې نه.

نوموړي پژواک ته وويل: ((   تېر کال دوه ځلې د اوبو او انرژۍ وزارت ته ورغلو هغوى به هم همدا بهانه کوله،چې  د سلطان بند په سيمه کې امنيت نشته او دوى کار نشي کولى.))

په نننۍ په غونډه کې د شپږو ولسواليو خلکو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه او په يوه خوله يې غوښتنه کوله،چې د سلطان بند تر څنګ دې د نورو بندونو د رغونې کارونه هم پيل شي.

مرستيال والي محمد علي احمدي هم د خلکو ستونزې او اړتياوي مني او وايي ، چې اوس په  غزني کې امنيت شته،خو وزارت نه غواړي ،چې دومره سترې پروژې پلې کړي.

احمدي پژواک اژانس ته وويل: (( امنيت يواځې يوه بهانه ده،موږ د امنيت ساتنې تضمين کوو ،د کار ځنډ د وزارت کمزوري او بې کفايتي ده.))

د ولايتي شوار رييس عزيز الله پويا هم وايي،چې امنيت د کار خنډ نه دى، بلکې چارواکي په کار کې خنډ او ځنډ را پيدا کوي.

دي وايي، چې د سلطان بند په اړه يې د تېرو لسو کلونو هڅو هيڅ پايله نه ده ورکړې،يوه مياشت مخکې يې په ميدان ښار کې د هغه ولايت له  خلکو او چارواکو سره وکتل ،خو تر دې مهاله يې وزارت د خلکو اړتياوو ته پام نه دى کړى.

د غزني د اوبو لګولو رياست چارواکي د سلطان بند د کار د ژر پيلدو خبره کوي او وايي،چې د رغونې په اړه يې پلان جوړ شوى دى.

د غزني د اوبو لګولو رييس شفيق الله جهاني پژواک ته وويل،چې د سلطان بند د رغونې لپاره پيسې ځانګړې شوې دي،خو کله چې يې تخنکي چارې بشپړې شوې ،کار به هم پيل شي.

د سلطان بند په ١٣٨٣ کال کې د چارواکو د نه پاملرنې له امله ونړېد ،چې له هغه وروسته يې د دېوالونو يو څه رغونه وشوه،خو په سيمه کې د ناامنۍ له امله يې کار نيمګړى پاتې شو.

 

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.