ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د المان په مرسته د پلخمري برېښنا بندونه رغول کېږي

د المان په مرسته د پلخمري برېښنا بندونه رغول کېږي

پلخمري (پژواک ١٩ ورى ٩٢): د بغلان ولايت پلخمري ښار لومړي او دويم برېښنايي بندونه، چې اوسمهال له منځه تللي او ښاريانو ته ډېره کمزورې برېښنا وړاندې کوي، د جرمني هېواد په ٤٦ ميليونه يورو مرستې له سره رغول کېږي.

د بغلان ولايت د غوري برېښنا مشر انجينر غلام حسين حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لومړي برېښنا بند شبکې د بيارغولو لپاره ٣٢ مليونه يورو او پاتې نورې د دويم بند لپاره ځانګړې شوې دي.

هغه زياته کړه، چې لومړى برېښنا بند څلورنيم ميګاواټه او دويم يې ٩ مېګاواټه برق توليدوي، خو د اوبو رسولو سيسټم، دستګاوې او د بند کاسې له منځه تللې او د دوامداره او قوي برېښنا توليد نه لري.

د غوري برېشنا برېښنا مشر وويل، چې د قند فابريکه، ډنډ غوري، د پلخمري ښار او د مرکزي بغلان ولسوالۍ خلکو يوه برخه له دوهم بريښنايي بند څخه او د نساجي فابريکه، د نساجي فاميلۍ او د پلخمري بازار نيمه برخه له لومړي برېښنايي بند څخه به نوبتي شکل ګټه پورته کوي.

خو حيدري څرګنده کړه، چې د دغو بندونو له بيارغولو وروسته به د برېښنا ظرفيت لوړ شي او خلک به څلورويشت ساعته او قوي برېښنا څخه برخمن شي.

د برېښنا د مسوولينو په وينا، د دغو دوو بندونو د بيارغولو لومړنۍ چارې بشپړې شوې او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې يې عملي کارونه پيل شي

هغه د کار د بشپړېدو او د دغې پروژې د ګټې اخستلو نيټه څرګنده نه کړه.

د پلخمري ښار فرحت تپې يوه اوسېدونکي وويل، له يو خوا برېښنا يوه شپه وروسته راځي او له بلې خوا هم ډېر برېښنا ډيره کمزورې ده او حتى ګروپ هم سم نه شي روښانه کولى.

هغه زياته کړه، چې هره ورځ يوازې دوه ساعته برېښنا لري او له دې امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د همدې ځاى يوه ښوونکي محمد حسين زياته کړه، هغه ترانسپرمر، چې ٥ سوه کورنيو ته برېښنا ورکول ظرفيت لري، له هغه څخه ١٥ سوه کورنۍ ګټه پورته کوي او که د پلخمري برېښنا بند په ښه اساسي ډول ورغول شي، نو خلک به څلورويشت ساعته برېښنا څخه برخمن شي.

د افغان- پلخمري نساجي دستګاه مشر عبدالقادر وايي، چې د برېښنا دواړه بندونه اووه لسيزې وړاندې د جرمنيانو له خوا رغول شوي وو او لومړى بند درې توربينونه لري، چې هر يو يې د يونيم ميګاواټ برېښنا توليدولو ظرفيت لري، خو په وروستيو لسو کلونو کې

هغه پژواک ته وويل، چې د نساجي دستګاه تخنيکي کارکوونکي د بند پرزې له خپلو امکاناتو رغوي او يو يا دوه توربينونه فعاله ساتي.

نوموړي زياته کړه، چې د لومړي بند کاسې ختيځه او لوېديځه برخه ، چې د پنځه مليون متره مکعب ظرفيت لري، د وخت په تېرېدو سره ورانه شوې او د هغې د اساسي ترميم توان نلري او که تېز سيلاب پرې راشي، د پلخمري ځمکې، ډنډ غوري او مرکزي بغلان به له منځه يوسي.

د افغان-پلخمري نساجي دستګاه مشر زياته کړه: ” که چېرې دغه بند د جرمني هيواد په مرسته په ښه اساسي ډول ورغول شي نو د پلخمري ښاريانو ته به د ژوند اوبه وي.”

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.