ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ پېښې د څېړنې په موخه پلاوى وګومارل شو

د کونړ پېښې د څېړنې په موخه پلاوى وګومارل شو

author avatar
8 Apr 2013 - 17:30
د کونړ پېښې د څېړنې په موخه پلاوى وګومارل شو
author avatar
8 Apr 2013 - 17:30

کابل (پژواک ١٩ ورى ٩٢): ولسمشر حامدکرزي د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې د ١١ ماشومانو د وژل کېدو د پېښې د څېړنې حکم وکړ.

 د چارو د ادارې له خوا د وري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر د کونړ د شيګل ولسوالۍ د چوګام پر کلي د نړيوالو اېتلافي او کورنيو ځواکونو د ګډو عملياتو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې د څېړنې لپاره د پلاوي د ټاکنې په اړه يو حکم صادر کړ دى.

 سرچينې زياته کړې، چې وړمه شپه د کونړ د شيګل ولسوالۍ د شلتن درې د چوګام پر کلي د نړيوالو اېتلافي او کورنيو ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کې د لومړنيو راپورونو له مخې، د ١١ ماشومانو په ګډون يو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر د پېښې د ژورې څېړنې او پلټنې په موخه د خپل سلاکار شجاع الملک جلاله په مشرۍ يو پلاوى، چې د ولسي جرګې غړى حاجي غلام سخي مشواڼى، د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت سلا کار محمدايوب زرين، د چارو ادارې د لوى رياست او د وزيرانـــو شــــورا د دارالانشا غړى بريد جنرال انور شاه ابراهيمي، د ملي امنيت د لوی رياست غړى بريد جنرال تازه ګل، د ملي دفاع وزارت استازى ډګروال صالح محمد، د کورنيو چارو وزارت استازی سمونوال ممتاز، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازى، عبدالعليم کوهستانی يې نور غړي دي، وګوماره.

دغه پلاوي ته د حکم پر بنسټ دنده سپارل شوې، چې د سيمه ييزې ادارې له چارواکو، د ولايتي شورا له غړو، ديني عالمانو، سپين ږيرو او مشرانو سره دې په ګډه خپلې څېړنې ترسره، د پېښې عوامل دې تشخيص او د خپلو کړنو بشپړ رپوټ دې ژر تر ژره د جمهوري رياست مقام ته وړاندې کړي.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.