خوست ښار (پژواک ٢١ ورى ٩٢): د خوست ولايت په اداري کمپلکس کې د ايسا (له پانګې اچونې د ملاتړ اداره) لپاره د نوې ودانۍ د جوړېدو کار پيل شو.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي د دې پروژې د کار د پرانيستې پر مهال پژواک اژانس ته وويل، چې پر دې ودانۍ به څه باندې څلوېښت ميليونه افغاني لګښت راشي.
هغه زياته کړه، ياده ودانۍ په درېيو پوړونو کې جوړيږي، چې په اداري خونو سربېره به د دې ادارې د کارکوونکو د اوسېدو لپاره سمبال مېلمستون هم ولري.
د نعيمي په خبره، چې د ايسا اداره به د يوې ښې ودانۍ په درلودلو سره وکولی شي، په خوست کې خلک پانګې اچونې ته وهڅوي.
په خوست کې د ايسا يا له پانګې اچونې د ملاتړ ادارې مسوول محمد عيسی اهنګر وايي، چې ادارې يې په ۲۰۰۷ کال کې په خوست کې په فعاليت پيل کړی دی.
هغه زياته کړه، تر اوسه دوى د خوست په ښار په يوه مارکېټ کې فعاليت کوي، چې هيڅ ډول اسانتياوې نه لري.
د اهنګر په خبره، د دې ودانۍ په جوړېدو سره به يې چارې لا چټکې شي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن