ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سېلابونو په هلمند کې خلک زيانمن کړي

author avatar
10 Apr 2013 - 11:57
author avatar
10 Apr 2013 - 11:57

لښكرګاه (پژواك ۲۱ ورى ۹۲): په هلمند كې د وروستيو ورښتونو له امله راوتلو سېلابونو په بېلابېلو سيمو كې خلكو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.

په دغه ولايت كې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس ميرقلم زاهدي د وري په ۲۱مه پژواك خبري اژانس ته وويل، دغه ورښتونه او سېلابونو په تېرو دوو ورځو كې په سنګين، كجكي، ګرشك، نادعلي، مارجې او ناوې ولسواليو کې خلکو ته زيانونه اړولي دي.

هغه زياته كړه، چې له شوو ورښتونو سره يوځاى قوي بادونه هم را الوتي و، چې په ترڅ كې يې كې تر زرو زيات كورونه نړېدلي دي.

د نوموړي په خبره، چې كه څه هم تر دې مهاله د اوښتو زياتونو په اړه دقيق معلومات نه دي راټول شوي خو د اټكل له مخې، سلګونه کورونه زيامن شوي او ترڅنګ يې زرګونه جريبه د غنمو فصلونه او نور باغونه هم زيامن كړي دي.

زاهدي وويل، چې كېداى شي د ورښتونو او راغلو سېلابونو له امله خلکو ته تر دې هم زيات زيانونه اوښتي وي چې دوى يې د كره كولو لپاره كمېسيونونه ټاكلي او سيمو ته يې لېږلي دي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس زياته كړه، چې تر سروې وروسته به بېلابېلې موسسې خوراكي او د اړتيا وړ توكي پر زيانمنو كورنيو ووېشي.

نوموړي وويل، چې د ځاني زيانونو په اړه يې تر دې دمه څه نه دي اورېدلي.

د نادعلي ولسوالۍ يوه اوسېدونکي فدا محمد وايي، چې پرون يې کور د راغلو سېلابونو له امله نړېدلى دى.

هغه زياته کړه، چې يواځې د دوى په ولسوالۍ کې تر زرو زيات کورونه د سېلابونو له امله زيانمن شوي او کورنۍ يې تر شنه اسمان لاندې ناست دي.

د مارجي ولسوالۍ د ترخه ناور يوه اوسېدونكي سيف الله پژواك اژانس ته وويل، چې دولت دې احتمالي ستونزې ته پاملرنه نه وه كړې، د سېلابونو لارې بندې وې چې له امله يې پر ځمكو او كورونو اوبه راغلې.

د هغه په وينا، د دوى په سيمه کې هم سلګونه کورونه زيانمن شوي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.