ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې رغنيزو چارو پراختيا موندلې

لوګر کې رغنيزو چارو پراختيا موندلې

author avatar
10 Apr 2013 - 15:47
لوګر کې رغنيزو چارو پراختيا موندلې
author avatar
10 Apr 2013 - 15:47

پل علم (پژواک، ٢١ ورى ٩٢): د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال وايي، چې په لوګر ولايت کې امنيتي حالت او د بيارغونې چارې د پرمختګ په لور روانې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال مارک باوډن، نن (د وري ٢١مه) په لومړي ځل لوګر ته د ځمکې له لارې يو ورځنى سفر وکړ، چې هلته يې له دولتي ادارو څخه د ليدنې ترڅنګ يې له اړوندو چارواکو سره خبرې وکړې.

ده په يوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې ياد ولايت ته د راتګ موخه د پراختيايي پلانونو او ښې حکومتوالۍ ارزونه او د هغو د پلي کولو څارل وښودل.

ده زياته کړه، له کابل څخه لوګر ته په لاره کې يې وليدل چې خلک عادي ژوند کوي او د بيارغونې کارونه سم روان دي، چې دا په خپله د خلکو د ارام ژوند ښکارندويي کوي.

د هغه په وينا، په دغه ولايت کې د ملکي او پوځي ادارو ترمنځ همغږي د دې لامل شوې، چې خلک له حکومت سره همکار واوسي، نو بايد د بيارغونې په برخه کې ورته نور کار هم وشي.

دى وايي: “له مرکزي حکومت سره به د ولايتي بوديجې په اړه وغږېږم او هيله لرم، چې هغوى به د ولايتونو بوديجه ولايتي کړي.”

د لوګر والي وايي، په لوګر کې د خلکو غوښتنو ته پاملرنه کېږي او حکومت له هغوى سره په همغږۍ ورځنۍ چارې پر مخ وړي.

د ده په خبره، په دې وروستيو کې مرکزي حکومت لوګر ته ځانګړې پاملرنه کړې، چې له دې سره

به دغه ولايت د پرمختګونو شاهد وي.

څه باندې دوه مياشتې وړاندې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنيت شورا په غونډه کې د لوګر او ميدان وردګو پر امنيتي حالت بحث وشو، چې له دې وروسته مرکزي حکومت لوګر ته ځانګړې پاملرنه کړې او بېلابېل پلاوي دې ولايت ته تګ راتګ کوي.

لس ورځې وړاندې د امنيتي چارو د لېږد کمېسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزى هم، له يوه پلاوي سره لوګر ته د دې ولايت د امنيتي پلان د تطبيق د څرنګوالي په موخه سفر کړى او له ځايي چارواکو سره يې کتلي و.

ده ويلي و، د لوګر د ملکي او امنيتي مسوولينو د همغږۍ په پايله کې د دغه ولايت په امنيتي وضعه کې اتيا سلنه ښه والى راغلى دى.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.