ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان ښځو د لاريون ګواښ وکړ

د جوزجان ښځو د لاريون ګواښ وکړ

author avatar
12 Apr 2013 - 13:07
د جوزجان ښځو د لاريون ګواښ وکړ
author avatar
12 Apr 2013 - 13:07

شبرغان (پژواک ٢٣ ورى ٩٢) د مدني ټولنو او د بشري حقوقو يو شمېر غړو په جوزجان ولايت کې د ښځو او نجونو د ځانوژنو او قتلونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه، او ګواښ يې وکړ، که دولت په دې اړه اقدام ونه کړي، لاريونونه به وکړي.

په وروستيو درېيو اونيو کې د جوزجان په مرکز شبرغان او په اقچه ولسوالۍ کې پنځه جسدونه موندل شوي دي.

په شبرغان کې له يوې ښځې سر پرې شوى، يوې پېغلې په تومانچه ځانوژنه کړې او يوې بلې ځوانې نجلۍ ځان زندۍ کړى دى.

د دغو ښځو له ډلې د يوې خاوند، چې اوس د پوليسو په توقيف کې دى، ويلي، چې له خپلې ښځې يې د بد اخلاقۍ له مله سر پرې کړى دى.

د يوې بلې مېرمنې زندۍ شوى مړى او د يوه لس کلن هلک مړى، چې له جنسي تېري وروسته وژل شوى و، په اقچه ولسوالۍ کې موندل شوي دي.

د بشري حقوقو او مدني ټولنو غړو پر دغو قتلونو او ځانوژنو اندېښنه څرګنده کړې او له دولته يې غوښتنه کړې چې په جدي توګه دې د داسې پېښو مخه ونيسي.

د مدني ټولنې يوې غړې ذکيې پژواک اژانس ته وويل: ((موږ تر اوسه د کال په لومړيو کې قرار لرو، خو اندېښمن يو چې ولې له ښځو سرونه پرې کېږي او ځانوژنې کوي.))

هغې زياته کړه، چې ځانوژنې د نورو نجونو پر رواني حالت ناوړه اغېزه کوي او خداى مه کړه دغه فرهنګ دود نه شي.

د مدني ټولنې دا غړې وايي، چې د ځانوژنو عمده لامل د کورني تاوتريخوالي له امله دى او بايد د پاى ټکى ورته کېښودل شي.

يوه بله ښځه مارينا وايي، چې حکومت بايد په برخه کې جدي پاملرنه وکړي او د دغسې کړنو د مخنيوي لپاره دې لارې چارې وګوري.

هغې زياته کړه: ((دولت بايد د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره واچوي، او کورنيو ته دې ور زده کړي، چې له خپلو لوڼو او مېرمنو سره تاوتريخوالى ونه کړي.))

مارينا، چې په يوه ښوونځي کې ښوونکې ده، ښوونځي له تاوتريخوالي سره د مبارزې لپاره ښه بولي او وايي، چې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په برخه کې دي د زده کوونکو ذهنونه روښانه شي او دهغوى دې نورو ته هم دا پيغام ورسوي، چې په ځانوژنه دې لاس نه پورې کوي.

د مدني ټولنو يو شمېر غړو پرون هم په جوزجان ولايت کې د بشري حقوقو کمېسيون ته مراجعه کړې وه او د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره يې د لارو چارو غوښتنه کړې وه.

خو د جوزجان او سرپل ولايتونو د بشري حقوقو رييس مغفرت صميمي وويل، چې ټاکل شوې دوى په دې اړه سبا د ولايت، څارنوالۍ، محکمې، امنينه قوماندانۍ، ملي امنيت، ارشاد، حج او اوقافو له استازو سره يوه مشورتي غونډه وکړي.

هغه وويل، هېڅ انسان تر هغو چې تر رواني او نور فشار لاندې را نه شي، ځانوژنه نه کوي.

صميمي د کورنيو نه پوهاوى او اقتصادي ستونزې د دغسې زړه بوږنوونکو پېښو لامل بولي او وايي، کورنيو ته په کار ده، چې له خپلو لوڼو سره تاوتريخوالى ونه کړ.

د بشري حقوقو دغې مسوولې پر دغسې مرموزو وژنو اندېښنه څرګنده کړه او په ډاګه يې کړه، چې په ١٣٩١ کال کې، په جوزجان کې ٢٦ د ځانوژنو او زندۍ پېښې ثبت شوې، په داسې حال کې تر دغه په مخکې کال کې دغه ډول ١٢ پېښې ثبت شوې وې.

د افغانستان د علماوو شورا غړى مولوي ولي محمد شيباني ځانوژنه يوه ناوړه ښکارنده بولي او وايي، چې ځانوژنه حرامه او له الله ج سره مجادله ده.

دغه ديني عالم، چې د جوزجان ولايت اوسېدونکى دى، له ملا امامانو وغوښتل، چې په دې اړه دې په جوماتونو کې وعظ وکړي، کورنۍ دې د تاوتريخوالي له خطرونو او د ځانوژنو له عواقبو خبرې کړي.

 

 

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.