ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې ډاکټرانو ته د تخصص پروګرام پيل شو

په خوست کې ډاکټرانو ته د تخصص پروګرام پيل شو

author avatar
13 Apr 2013 - 16:04
په خوست کې ډاکټرانو ته د تخصص پروګرام پيل شو
author avatar
13 Apr 2013 - 16:04

خوست ښار ( پژواک ٢٤ ورى ٩٢ ) : په خوست ولايت کې ډاکټرانو ته د تخصص پروګرام د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شو.

په دې مراسمو کې د خوست والي عبدالجبار نعيمي، دعامې روغتيا رييس، د پوهنتون استادانو او ګڼ شمېر نورو کسانو ګډون کړى وو.

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر امير بادشاه رحمت زي منګل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تخصص په ياد پروګرام کې به په لومړي ځل ۲۱ محصلين،د داخله عمومي،جراحي عمومي،اطفال او نسايي ولادي په برخو کې و روزل شي.

د نوموړي په خبره ، چې په دې پروګرام کې هغه چاته حق ورکول کيږي ، چې( ام ،ډي) ډاکټر وي او تر نورو زياته کاري سابقه ولري.

هغه وويل ، چې په دې پروګرام کې به نه يواځې د خوست، بلکې د ګاونډيو ولايتونو پکتيا او پکتيکا ډاکټران هم لوړې زده کړې کوي.

منګل زياته کړه، چې له دې سره به په سوېل ختيځو ولايتونو کې  د متخصصينو شمېر زيات شي، د علاج کيفيت به لوړ او خلکو ته به په  وخت  ښه خدمتونه وړاندې شي.

د خوست د تخصص په پروګرام کې يو تن محصل ډاکټر ارسلا پر دې  خوښي څرګنده کړه، چې په خپل ولايت کې ورته دتخصص زمينه برابره شوه.

هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې وړاندې له دې به د خوست ډاکټران اړ وو، چې د تخصص پروګرام په پلازمېنه کابل او يا له  هېواده بهر په نورو هېوادونو کې ترسره کړي.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي وويل ، چې په دغه ولايت کې د تخصص پيليدل د پرمختګ پر لوري يو ښه ګام دی.

خو نوموړي ددغه پروګرام له مسوولينو وغوښتل ، چې محصلينو ته په معيار پوره زده کړې ورکړي او ټول هغه امکانات ورته برابر کړي ، چې ورته اړتيا ليدل کيږي.

نعيمي له محصلينو هم وغوښتل، چې په خپل وخت زده کړو ته حاضر شي، ترڅو ولسونه د پرديو له احتياج څخه خلاص شي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.