ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ډوبه شوې کښتۍ کې لسګونه افغانان مړه او لادرک شوي

په ډوبه شوې کښتۍ کې لسګونه افغانان مړه او لادرک شوي

author avatar
13 Apr 2013 - 08:45
په ډوبه شوې کښتۍ کې لسګونه افغانان مړه او لادرک شوي
author avatar
13 Apr 2013 - 08:45

دويم تعقيب – کابل ( پژواک ٢٤ ورى ٩٢ ) : له اندونيزيا څخه د استراليا پر لور  روانه د ناقانونه کډوالو کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله يې لسګونه افغانان مړه او لادرک شوي دي.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې اندونيزيايي کب نيونکو په سيمه کې د کبانو د  نيولو پر مهال دغه ډوبه شوې کښتۍ وليده او ١٤ افغانان يې وژغورل .

امريکايي رسنۍ ايسو سي ايټډ پريس ( اى پي)  د وري په ٢٤مه، داندونيزيا د امنيتي چارواکو په حواله  خبر ورکړى ، چې  دا پېښه د تېرې چهارشنبې په ورځ د لوېديځ جاوا د سوکابومي په سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې استراليا ته د ناقانونه کډوالو يوه کښتۍ په بحر کې ډوبه شوې ، چې په کې ٧٢ تنه سپاره وو.

اندونيزيايي بحري چارواکو ويلي ، چې کب نيوونکو ١٤ تنه ،چې ټول افغانان دي ژغورلي او پاتې نور ، چې د اټکل له مخې ټول يې افغانان دي په اوبو کې  ډوب شوي دي.

اندونيزيا، چې تر ١٨ زرو زيات جزيرې لري ، استراليا ته د ناقانونه کډوالو مهمه لاره ګڼل کېږي او هر کال زرګونه تنه پر دې لاره استراليا ته ځانونه رسوي.

بلخوا ځايي رسنيو ويلي، چې په دې پېښه کې د پنځو کسانو مړي راوېستل شوي ، خو د هغوى هويت تر اوسه نه دى څرګند شوى.

ځينو اندونيزيايي رسنيو د چارواکو په حواله ليکلي، چې په دې کښتۍ کې سپاره ټول افغانان وو او غوښتل يې ، چې استراليا ته په ناقانونه توګه ولاړ شي .

سرچينې زياته کړې، چې دا کښتۍ  د جاوا او سوماترا يالتونو ترمنځ د سوندا سټرايټ جزيرو په اوبو کې ډوبه شوې ده.

د اندونزيا د بحري ساتنې ادارې ويلي ، چې که څه هم په سيمه کې هوا خرابه ده، خو ددوى د ژغورنې عمله د ډوب شويو خلکو په ژغورلو بوخته ده، خو زياته يې کړه، چې د ډوب شويو کسانو د ژوندي پاتې کېدو امکانات کم دي.

د يادې ادارې وياند ويلي، چې له ژغورل شويو څخه يې ١٢ تنه جاکارتا ته د پلټنو لپاره راوستل شوي او دوه نور يې اوس هم د جاوا په ايالت کې دي.

  د حبيب الله هاشمي په نامه يوه افغان، چې له ډبېدو څخه ژغورل شوى، رسنيو ته ويلي ، چې دوى د تېرې چهارشنبې په ورځ داستراليا پر لور روان شوي وو.

هغه زياته کړه، چې دى ٢٤ ساعته په اوبو کې وو، چې بيا وروسته د ژغورنې خلک راغلل او دى يې وژغوره.

هاشمي ويلي ، چې په دې کښتۍ کې ډېرى د افغانستان له هزاره قوم سره تړاو لرونکي افغانان سپاره وو، چې کښتۍ ماته شوه او خلک يې په اوبو کې غرق شول.

د يادونې ده ،چې هر کال د ګڼ شمېر افغانانو په ګډون لسګونه ناقانونه کډوال استراليا ته د سفر پرمهال په کښتيو کې غرقېږي .

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.