ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى : ايساف پر مسکوني سيمو د بمبار نه کولو له حکم څخه سرغړونه کړې

کرزى : ايساف پر مسکوني سيمو د بمبار نه کولو له حکم څخه سرغړونه کړې

author avatar
13 Apr 2013 - 16:59
کرزى : ايساف پر مسکوني سيمو د بمبار نه کولو له حکم څخه سرغړونه کړې
author avatar
13 Apr 2013 - 16:59

کابل ( پژواک، ٢٤ ورى ٩٢ ) : ولسمشر حامد کرزى وايي، چې پر کونړ بمبار سره ايساف پر مسکوني سيمو د هوايي بمبارۍ د نه غوښتلو له حکم  څخه سرغړونه کړې  ده.

له ارګ څخه د وري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې نن د کونړ د شيګل ولسوالۍ د شلتن درې د هوايي بمبار په اړه دلېږل شوي پلاوي د راپور داورېدلو پر مهال کړې دي.

دغه پېښه تېره اونۍ رامنځته شوې وه، چې ولسمشر يې د څېړنې په موخه د خپل سلاکار شجاع الملک جلاله پر مشرۍ يو پلاوى لېږلى و.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پلاوي ولسمشر حامد کرزي سره وليدل او خپلې موندنې يې  ورته وړاندې کړې.

پلاوي ولسمشر ته وويل، چې د ۱۳۹۲ لمريز کال د وري پر ۱۷/۱۶نېټه د ملي امنيت ځواکونو د طالبانو د دوو قوماندانانو قاري محمد حنيف او علي خان د نيولو په موخه په ياده سيمه کې عمليات پيل کړل.

سرچينې زياته کړې ، کله چې دغو ځواکونو غوښتل له سيمې څخه بېرته و وځي پر دوی باندې د وسله والو مخالفينو له خوا د درندو او سپکو وسلو ډزې وشوې، چې په ترڅ کې يې يو تن امريکايي پوځي سلاکار ووژل شو.

پلاوي ويلي، چې امريکايانو د خپل مړي د انتقال لپاره د هوايي ځواک ملاتړ غوښتنه وکړه،  چې د دوی د غوښتنې له مخې، الوتکې سيمې ته راغلې او پر کورونو يې د هدفونو له تثبيت وروسته په ساعتونو هوايي بمبار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي : ((د دې لپاره چې د دغو کليو کورونه له لرګيو او خټو څخه جوړ شوي ، د هوايي بريدونو د موج د فشار له امله نړيدلي او په خونو کې موجود۱۲ تنه ماشومان،۴ مېرمنې او سړی، چې مجموعا ۱۷ تنه  کېږي، وژل شوي او د ماشومانو، ښځو او نارينه وو په شمول ۱۲تنه نور ټپيان شوي دي.))

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر کرزي، د موظف پلاوي د راپور تر اورېدو وروسته د طالبانو له خوا د خلکو له کورونو د سپر په توګه  ګټه پورته کول په کلکه وغندل.

خو حامد کرزي زياته کړې، چې د استوګنې پر سيمو تر هرنامه لاندې او په هردليل چې وي هوايي بمباري د منلو وړ نه ده.

هغه ويلي ، چې دا عمل د بشري حقونو د رعايت او پر مسکوني سيمو د هوايي بمبارۍ د نه کولو له حکم  څخه د ايساف ځواکونو سرغړونه ده.

په خبرپاڼه کې راغلي ، چې ولسمشر د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوی رييس ته لارښوونه وکړه ، چې ډېر ژر د دغې پيښې زيانمنو شويو کورنيو ته لازمې مرستې ورسوي.

د ولسمشر سلاکار او د ياد پلاوي مشر شجاع الملک جلاله ويلي ، چې د ولسمشر د حکم له مخې، د ۷۵ تنو ديني عالمانو، مشرانو او مخورو په ملګرتيا د شلتن درې ته لاړل او له نږدې څخه يې دايساف د هوايي عملياتو پېښه وڅېړله.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.