ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې دوه سيمه ييز پوليس ووژل شول

په جوزجان کې دوه سيمه ييز پوليس ووژل شول

author avatar
14 Apr 2013 - 16:06
په جوزجان کې دوه سيمه ييز پوليس ووژل شول
author avatar
14 Apr 2013 - 16:06

 شبرغان (پژواک،٢٥ورى ٩٢): دجوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې دوه سيمه ييز پوليس د وسله والو په بريد کې وژل شوي او دوه نور له وسله والو مخالفينو سره يوځاى شوي دي.

 د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد پوليس هغه مهال ووژل شول، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د چکانه په کلي کې دپوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې دوه نور سيمه ييز پوليس له وسله والو طالبانو سره يوځاى شوي دي.

 غيرت زياته کړه، چې وسله والو طالبانو له يادو پوليسو سره داړيکو له لارې دغې پوستې ته لاره موندلې وه.

 امنيه قوماندان وايي، چې دوى د سيمې دوه هغه مخور ، چې د يادو دوو پوليسو ضمانت يې کړى و، قوماندانۍ ته را غوښتي ،ترڅو ځواب ورکړي، چې ولې دداسې شکمنو کسانو  ضمانت کوي؟

 د درزاب ولسوال رحمت الله حشر وايي، چې ياد کلى د ولسوالۍ له مرکز څخه شاوخوا ٦٠ کيلومتره لرې پروت دى او د پوليسو د امکاناتو کموالى ددې لامل شو، چې ياده امنيتي پوسته له  سقوط سره مخ شي.

 خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې د يادې پوستې پوليسو له هغوى سره هيڅ ډول اړيکې نه درلودې، بلکې طالبانو پر يادې پوستې بريد کړى، چې په ترڅ کې يې درې سيمه ييز پوليس وژلي دي.

 هغه وايي، چې شپږ نور سيمه ييز پوليس يې په ټپي حالت کې له ١٠ ميله کلاشينکوفونو، يو ميل راکټ او څلور مخابرو سره  له ځان سره وړي دي.

سيمه ييز پوليس د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې د خپلې سيمې د امنيت دټينګولو دنده پر غاړه لري او د ياد وزارت له خوا ورته معاش ورکول کيږي او په هغو سميو کې په دندو ګومارل کيږي، چې په هغه کې دملي پوليسو شتون کمرنګه وي.

ديادونې ده،چې دوه اونۍ مخکې د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې دسيمه ييزو پوليسو يو قوماندان دخپلو ملګرو له خوا ووژل شو اوياد ملګري يې ددولت له وسله والو مخالفينو سره يوځاى شول.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.