مزارشريف (پژواک ٢٦ ورى ٩٢): په بلخ ولايت کې د مولاناجلال الدين بلخي خصوصي پوهنتون رييس د نا پېژانده وسله والو له خوا وژل شوى دى.
د مولانا جلال الدين بلخي خصوصي پوهنتون رييس ظريف خان دوه ورځې مخکې د مزارشريف ښار کمربند ته څېرمه سيمه کې د دغه پوهنتون د نوې ودانۍ د جوړېدو د چارو ارزونې ته د تګ پر مهال د ناپېژانده وسله والو له خوا تښتول شوى و.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د وري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هغه جسد نن سهار په دهدادي ولسوالۍ کې موندل شوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې مړى يې ملکي روغتون ته لېږدول شوى او د پېښې په اړه پوليسو پلټنې پيل کړې دي.
د مولاناپوهنتون د وژل شوي رييس ظريف خان زوى فريدون د مزار شريف په ملکي روغتون کې پژواک اژانس ته وويل، چې پلار يې د درېيو پخوانيو جنګي قوماندانانو له خوا وژل شوى، خو هغه د کوم قوماندان نوم ياد نه کړ.
نوموړي زياته کړه: ((د پلا ر له تښتول کېدو سره سم مو پوليسو ته ټول معلومات ورکړي وو، چې د چا له خوا تښتول شوى، خو پوليسو په دې برخه کې هېڅ اقدام ونه کړ.))
د فريدون په وينا، پلار يې د خېټې او سر په برخو کې په مرميو ويشتل شوى او د دهدادي ولسوالۍ د پشت باغ په سيمه کې غورځول شوى و.
ده وويل، چې دوى له هېچا سره شخصي بدي يا دښمني نه لري او د پلار وژنه يې سياسي اړخ لري.
خو د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان درانى دا دعوه ردوي، چې ګوندې پوليسو په دې برخه کې هېڅ اقدامات نه دى کړى.
هغه زياته کړه، چې پوليسو ډېرې هڅې وکړې، خو د هغه په ژغورلو کې بريالي نه شول.
د مولانا جلال الدين د لوړو زده کړو موسسه په بلخ کې لومړى پوهنتون دى ،چې اوه کاله پخوا يې په فعاليت پيل کړى او تر اوسه يې څو دورې فارغان هم ورکړي دي.
Visits: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن