ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګان کې دوه ډله ييز قبرونه وموندل شول

author avatar
15 Apr 2013 - 12:01
author avatar
15 Apr 2013 - 12:01

ايبک (پژواک ٢٦ ورى ٩٢): يو شمېر خلکو په سمنګان ولايت کې له موندل شوو ډله ييزو قبرونو را ايستل شوي مړي تر پېژندلو وروسته خښ کړي دي.

د سمنګان چارواکي وايي، چې دغه قبرونه د ايبک ښار په څلور کيلومترۍ کې د اق مزار په غونډۍ کې تېره ورځ هغه مهال کشف شول، چې يو ځايي اوسېدونکى د خپل کور د تهداب په کيندلو بوخت و.

د سمنګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مصدق الله مظفري  پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې دغه اوسېدونکي پوليسو ته خبر ورکړ او کله چې پوليسو کيندنو ته مخه کړه، لومړى له يوه قبر څخه ٢٠ مړي او له بل څخه تر ١٠ پورې مړي پيدا شول.

هغه وويل، د مړو له نښو ښکاري، چې دغه کسان د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د يرغل پر مهال د مجاهدينو پر ليکو کې وو او يا هم زنداني شوي دي، چې د وخت د رژيم له خوا په ډله ييز ډول دلته راوړل شوي او ويشتل شوي دي.

له سيمې د پژواک خبريال د خپلو سترګو ليدلى حال داسې بيانوي، چې له ډېرو کوپړيو دسمالونه تاو شوي، په تنديو يې د مرميو نښې ليدل کېږي او څرګندوي، چې  لومړى يې سترګې تړل شوي او بيا په ډله ييز ډول ضربه شوي دي.

همدارنګه د لاسونو هډوکي يې هم  د مړي شا ته معلومېږي او څرګندوي، چې لاسونه يې شا ته تړل شوي او وژل شوي دي.

ددغه مړو ډېرى برخه په ځوانانو پورې اړه لري، چې خولۍ، لنګۍ، چپنې، جاکټونه، پټو او ورستې شوې جامې يې هم تر سترګوکېږي، خو اوس يې يواځې هډوکي پاتې دي.

يو شمېر ځايي خلک، چې د قبرونو ليدو ته راغلي وو، له همدغو نښو يې د خپلوانو مړي وپېژندل او په خپلو پلرنيو هديرو کې يې خښ کړل.

يوې سپين سرې ښځې په ژړغوني انداز وويل: ((خپل ورور مې له پټو وپېژاند، د شوروي پر مهال زما د ورور پټو څېرې او ما ورته ډېر ميده ګنډلى و.))

دا وايي، چې ورور يې په ١٣٦٣ لمريز کال کې په سمنګانو کې بندي و او وروسته لادرکه شو.

يو ځايي مشر ملا اسدالله وايي، چې دى په ١٣٦٠ لسيزه کې په سمنګان کې بندي و، د وخت د رژيم ګومارل شوي کسان په ځنډ سره زندان ته راتلل، ځينې زندانيان يې له ځان سره بيول، امکان لري، چې ځينې کسان يې پر ډزو له وژلو وروسته په همدغو دوو قبرونو کې په ډله ييز ډول خښ کړي وي.

د ايبک د کاروان سراى اوسېدونکى محمد داوود هم وايي، چې ورور يې مجاهد و، د برخليک په اړه يې کوم معلومات نه وو، چې مړى يې بالاخره دا دى اوس له دغه ډله ييز قبر څخه وموندل شو.

هغه زياته کړه: ((مور مې زما ورور له هغه ځانګړي واسکټ او خولۍ  څخه وپېژاند، چې له مريو يې ورته ګنډلي وو.))

محمد داوود وايي، چې ورور يې د جهاد په دوران کې  د دولت او شوروى ضد جبهه کې په جګړه بوخت و، چې له هماغه وخت نه ورک و.

سمنګان د هېواد له شمالي ولايتونو څخه دى، چې د پخواني شوروي اتحاد پر مهال يوه ستراتيژيکه سيمه ګڼل کېده او چارواکي وايي، چې احتمال لري د دغه ولايت په ځينو نورو برخو کې هم ډله ييز قبرونه شتون ولري.

شپږ کاله وړاندې هم د بدخشان مرکز فيض اباد ښار په دشت قرغ کې هم يو ستر ډله ييز قبر وموندل شو، چې په کې ٣٠٠ تنه خښ شوي وو او ځينو کورنيو يې خپل مړي له جامو نه وپېژندل.

د سيمې اوسېدونکو او چارواکو ويل، چې د دغو کسانو عام وژنه د حفيظ الله امين د حاکميت پر مهال په ٥٨-١٣٥٧کلونو کې شوې ده. د دغه ډله ييز قبر له کشف وروسته په بدخشان کې د محصلينو او خلکو له خوا لاريونونه وشول او د عاملينو د محاکمې غوښتنه يې کوله.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.