کابل (پژواک، ٢٧ ورى ٩٢): ولسمشر حامد کرزى وايي، چې له امريکا سره د امنيتي تړون په اړه مذاکرات په دقت سره روان دي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي نن د هلمند ولايت له مشرانو او ديني عالمانو سره په کتنه کې، هغوى ته له امريکا سره د امنيتي تړون او د سولې د بهير په اړه معلومات ورکړل.
ولسمشر ويلي، چې افغانستان به په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
حامدکرزي زياته کړې: “د امريکا له متحده ايالاتو سره د امنيتي تړون په اړه مذاکرات په دقت سره روان دي او افغانستان به د خپلو ملي ګټو او ملي حاکميت په پام کې نيولو سره له امريکا سره په دې اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړي.”
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د هلمند مشرانو د سولې د بهير پر برياليتوب د ټينګار په ترڅ کې ويلي، چې د افغانستان د خلکو تر ټولو ستره او مهمه لومړنۍ اړتيا په هېواد کې د سولې او امن ټينګښت دى.
دوى زيات کړې: “افغانان به هغه مهال د امريکا له متحده ايالاتو سره پر امنيتي تړون هوکړه وکړي، چې دغه هېواد په افغانستان کې د جګړې ټول عوامل له منځه يوسي او يوې تل پاتې سولې ته لاره هواره کړي.”
د سرچينې په وينا، په دغې کتنه کې د هلمند د مشرانو په استازيتوب محمدانور خان خبرې وکړې.
نوموړي د يو شمېر سيمه ييزو ستونزو د بيانولو په ترڅ کې لومړۍ درجې ته د هلمند ولايت د لوړولو، د ملي پوليسو د تشکيل د پراختيا، د کجکي د برېښنا پر بند باندې د کار د پيلېدلو، د زده کوونکو د ليليې د ستونزو د هوارولو او د هلمند د پوهنتون د ودانۍ د جوړولو غوښتنه وکړه.
ولسمشر د دوى د غوښتنو تر اورېدو وروسته، د کورنيو چارو، لوړو زده کړو، پوهنې او د انرژۍ او اوبو وزيرانو او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس ته، چې په غونډه کې حاضر وو، لارښوونه کړې چې د هلمند د خلکو ستونزو او غوښتنو ته رسيده ګي وکړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن