ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګوشته کې درول شوې دروازې د مشرانو جرګې غوسه هم راپارولې ده

ګوشته کې درول شوې دروازې د مشرانو جرګې غوسه هم راپارولې ده

author avatar
16 Apr 2013 - 16:39
ګوشته کې درول شوې دروازې د مشرانو جرګې غوسه هم راپارولې ده
author avatar
16 Apr 2013 - 16:39

کابل ( پژواک ٢٧ ورى ٩٢ ) : مشرانو جرګه راتلونکې سه شنبې د ملي دفاع ، بهرنيو او کورنيو چارو وزيران ورغواړي ،تر څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي ستونزو په برخه کې معلومات ورکړي.

پرون په کابل او ننګرهار کې چارواکو ويلي وو، چې پاکستان د ګوشتې په سرحد کې دروازه درولې او د نورو  تاسيساتو په جوړولو يې هم لاس پورې کړى دى.

دغه کار د افغانستان له سخت غبرګون سره مخ شو او د نړيوالو اصولو خلاف يې وباله .

ولسمشر حامدکرزي د افغانستان ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته امر وکړ، چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د دروازې ، پوستې او د پاکستان د نورو تاسيساتو د لرې کولو لپاره بېړنۍ هڅې وکړي.

خو نن د ملي دفاع وزارت وويل، چې په دې اړه يې تېره ورځ يو پلاوى اسلام اباد ته تللى و او پاکستاني لوري ورسره د يادې دروازې د لرې کولو ژمنه کړې ده .

د پاکستان يادې کړنې د مشرانو جرګې د  غړو غوسه او اندېښنې هم  راپارولې دي .

په مشرانو جرګه کې د فراه استازي ګل احمد اعظمي د دې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې وويل ، چې د افغانستان وسله وال ځواکونه بايد د ځکمنۍ بشپړتيا او د سرحدونو ساتنې  په برخه کې بې تفاوته پاتې نه شي .

هغه زياته کړه: ((که زموږ ځواکونه  بې تفاوته پاتې شي اخر به افغانستان نور هېوادونه ونيسي .))

ده ټينګار وکړ ، چې په ياده برخه کې بايد افغانستان پر پاکستان  ديپلوماتيک فشارونه هم راوړي ، ترڅو له دې کار څخه لاس په سر شي .

اعظمي له جرګې څخه غوښتنه وکړه ، چې د دې موضوع  په اړه د ملي دفاع ، کورنيو او بهرنيو چارو وزيران غونډې ته ور وغواړي.

په ياده جرګه کې د پکتيا استازي بازمحمدزرمتى هم وايي ، چې حکومت بايد له سرحدونو کلکه دفاع وکړي اوپه دې برخه کې  پاکستان ته کلک ځواب ورکړل شي .

په مشرانو جرګه کې د ننګرهار استازي لطف الله بابا وويل ، چې دافغانستان په خاوره کې د پاکستان مخکې راتګ کومه نوې خبره نه ده .

ده تور پورې کړ ، چې په ياده برخه کې دولت له پاکستان سره  د پردې تر شاه  پټه معامله لري، نوځکه کلک ځواب نه ورکوي .

د بابا د معلوماتو له مخې، څه موده وړاندې يو شمېر پاکستانيان ګوشتې ولسوالۍ ته راغلي وو او خلکو ته يې پاکستانۍ تذکرې ورکولې  .

ده هم وويل ، چې افغان دولت  بايد په کلکه  د پاکستان د داسې کړنو مخه ونيسي .

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار ، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل ، چې د دروازو د درولو او  د تاسيساتو د جوړولو په برخه کې بايد افغان دولت پاکستان ته ورته ځواب ورکړي.

دى وايي ، چې حکومت بايد له پاکستان څخه پوښتنه وکړي ، چې ولې د ګاونډيتوب او دېپلوماتيکو اړيکو او اصولو خلاف عمل کوي .

ايزديار وويل ، چې د دې موضوع په اړه به راتلونکې سه شنبې د جرګې عمومي غونډې ته به د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول ، د کورنيو چارو وزير مجتبى پتنګ او د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي وغوښتل شي .

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې شاوخوا اويا تنه حاضر وو او ټولو جرګې ته د وزيرانو د غوښتنې لپاره  شنه کارتونه پورته کړل .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.