کابل (پژواک ٢٨ ورى ٩٢): ولسمشر حامد کرزى وايي، چې طالبان د پرديو د اهدافو لپاره غواړي د پولې په دواړو غاړو کې مېشت پښتانه له سياسي او ټولنيز ډګر څخه ګوښه کړي.
له ارګ څخه د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر دغه څرګندونې د پاکستان په پېښور ښار کې د عوامي نېشنل ګوند پر يوې ټاکنيزې غونډې د شوي ځانمرګي بريد په غبرګون کې کړې دي.
دغه ځانمرګى بريد پرون د پېښور ښار په يکه توت سيمه کې وشو، چې له امله يې ١٧ تنه وژل شوي او تر ٤٠ زيات ټپيان شول.
په ټپيانو کې د عوامي نېشنل ګوند مرکزى غړى او پخوانى فدرالي وزير غلام احمد بلور هم شامل دى.
ولسمشر کرزي د دغه بريد د غندلو ترڅنګ ويلي، دغه بريد پر يو داسې سياسي ګوند ترسره شوى، چې په سيمه کې د خان عبدالغفارخان په مشرۍ د عدم تشدد بنسټ اېښودونکی دی.
هغه زياته کړې: ((د دا ډول بريدونو ترسره کول د هغو کسانو کار دی، چې غواړي د ډيورند کرښې هغې غاړې ته پراته پښتانه له سياسي او ټولنيز ډګر څخه ګوښه کړي.))
حامد کرزي ويلي، چې دا په څرګنده توګه د يو قوم پر پرمختګ، تعليم او سوله غوښتونکو مشرانو باندې بريد دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر زياته کړې، چې د طالبانو دغه غير انساني او غير اسلامي اعمال چې د پرديو د اهدافو لپاره ترسره کېږي، د پښتنو له پرمختګ او با عزته ژوند سره دښمني ده.
حامد کرزي زياته کړې: ((د ډيورند د کرښې ها خوا پښتانه او دې خوا ته د افغانستان ټول خلک له داسې يوه دښمن سره مخ دي، چې غواړي له يوې خوا د دوی پرمختګ غوښتونکي او نفوذ لرونکي قومي مشران، ديني عالمان او نور شخصيتونه له منځه يوسي او له بلې خوا د دوی حال او راتلونکي نسلونه د جهالت په تياروکې وساتي.
د هغه په وينا، مخکې د پرمختګ او سولې دښمنانو له ډيورند پولې ها خوا د عوامي نېشنل ګوند لوړ پوړی غړی بشيراحمد بلور او په افغانستان کې د سولې د عالي شورا پخوانی رييس استاد برهان الدين رباني ووژل.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر کرزي دغه راز په ډاګه کړې، چې د انسانيت دښمنانو په پاکستان کې د يوې مترقي او سياسي شخصيت بېنظير بوټو، په کوېټه کې د هزاره وو او د افغانستان د کندوز او فراه په ولايتونو کې د خلکو په عاموژنه لاس پورې کړ، چې د هغوی دغه اعمال ستر جنايت، خواشينوونکې او د غور وړ پېښې دي.
ولسمشر کرزي ويلي، نړۍ بايد د دې ډول بريدونو پر وړاندې، چې د انسان او انسانيت پر خلاف ترسره کېږي، چوپه خوله پاتې نه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي تېره شپه د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسفنديار ولي خان او نن له غلام احمد بلور سره چې په دغه بريد کې ټپي شوی، ټيلېفوني خبرې وکړې او د دغه بريد د غندنې په ترڅ کې يې هغوی ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.
سرچينه کاږي، افغانستان يو ځل بيا د پاکستان پر دولت غږ کوي، چې د ترهګرۍ او افراطيت پر خلاف د مبارزې په برخه کې رښتينې او صميمانه همکاري وکړي. افغانستان له خپله اړخه په دې لاره کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن