ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شينډنډ کې چاودنې اوه ملکي وګړي ووژل

شينډنډ کې چاودنې اوه ملکي وګړي ووژل

author avatar
17 Apr 2013 - 10:41
شينډنډ کې چاودنې اوه ملکي وګړي ووژل
author avatar
17 Apr 2013 - 10:41

هرات (پژواک ٢٨ ورى ٩٢): د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې پر يوه ملکي موټر د ماين چاودنې اوه ملکي وګړي وژلي او درې نور ټپيان دي.

د شينډنډ ولسوال عبدالحميد د وري په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل، دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې پر يوه ملکي مازدا موټر، چې د ځايي کوچيانو کډه يې لېږدوله، شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې اوه ملکي وکړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د سيمې يو اوسېدونکى ګل نور وايي، چې د کوچيانو پر مازدا موټر د ماين په چاودنه کې اوه تنه وژل شوي او درې ټپيان دي او زياتوي، چې په وژل شوو کې يوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دي.

نوموړي پژواک ته وويل،  چې ټپيان د سيمې د خلکو په مرسته روغتون ته ولېږدول شول او له پېښې يو ساعت وروسته پوليس هم سيمې ته را ورسېدل.

د هرات د ولايتي شورا غړى نورمحمد ظريفي هم په دې پېښه کې د اوو تنو وژل کېدل تاييدوي او  وايي، چې په وژل شوو کې پنځه هلکان او دوه نجونې دي.

شينډنډ د هرات ښار سوېل ختيځ ته ١٣٠ کيلومترۍ کې له ايران سره پر پوله پرته ولسوالۍ ده، مخکې له دې  هم په دې ولسوالۍ کې ورته پېښې رامنځته شوې دي.

چارواکي د پېښې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.