مزارشريف (پژواک ٢٨ ورى ٩٢): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ښاروالۍ له خوا تر ځمکې لاندې د بازار چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د مزارشريف ښاروال محمديونس مقيم د وري په ۲۸مه د ياد بازار د پرانيستې د مراسمو په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بازار د روضې شمال ختيځ لور ته د منډوي تر سړک لاندې په ٥٠٠ متره مربع ساحه کې جوړ شو.
نوموړي زياته کړه، چې ياد بازار چارې د بلخ خصوصي سوداګريز شرکت له خوا د ۴۹ميليونه او ۷۰۰ زره افغانيو په پانګونه بشپړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شو.
د هغه په وينا، ياد بازار د ٣٠ کلونو لپاره ياد شرکت ته ورکړل شوى او له دې مودې وروسته به بېرته د ښاروالۍ په واک کې ورکړل شي.
مقيم وويل، دغه بازار ۱۹۶هټۍ لري، چې بېلابېل توکي به په کې د پلور لپاره کېښودل شي.
د مزارشريف اوسېدونکي په دغه ښار کې تر ځمکې لاندې بازارونو پر جوړېدو خوښ دي.
د ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکي محمد دين پژواک اژانس ته وويل، چې تر ځمکې لاندې بازارونه د ښار د ښکلا تر څنګ د عامو خلکو لپاره د توکو پېرلو پر مهال اسانتيا هم برابروي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه ډول بازارونه، ارام او له باد او باران څخه په امان کې وي.
د مزارشريف ښاروال مقيم وويل، چې د روضې سوېل لور ته تر شاديان سړک لاندې د باختر بازار له جوړېدو وروسته دا دويم بازار دى، چې چارې يې بشپړيږي.
نوموړي زياته کړه، چې دوی تر ځمکې لاندې د درېيو نورو بازارونو د جوړېدو پلان هم بشپړ کړى، چې په نږدې موده کې به يې چارې پيل شي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن