ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پیل شوې

هلمند کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پیل شوې

author avatar
18 Apr 2013 - 11:03
هلمند کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پیل شوې
author avatar
18 Apr 2013 - 11:03

لښکرګاه (پژواک ۲۹ ورى ۹۲): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د سولې په نوم د دغه ولایت په ګډون د کندهار، غزني، فراه او نيمروز ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې دي.

د هلمند د اولمپيک امر ادریس علي زي د وري په ٢٩مه پژواک اژانس ته وویل، چې دغه سيالۍ تېره ورځ د لښکرګاه په کرزي لوبغالي کې پیل شوې او تر لسو ورځو پورې به دوام ولري.

د هغه په وينا، په لومړۍ ورځ د فراه او د هلمند د پوپل لوبډلو ترمنځ سیالي پیل شوه، چې درې د څلور په مقابل کې د هلمند پوپل لوبډلې په ګټه ترسره شوه.

نوموړي زياته کړه، چې یادې سيالۍ د سولې تر نوم لاندې پیل شوې، چې له یوې خوا به ځوانان لوبو ته مخه وکړي، د ولایتونو له لوبغاړو سره به نږدې شي او دغه راز به وکړاى شي، چې خلکو ته د سولې پيغام ورسوي.

عليزي وویل: ((اوس د دغه ولایت ځوانان د لوبو په ارزښت پوهېدلي او له همدې امله شاوخوا دوه زره خلک د دغو لوبو د نندارې لپاره راټول شوي دي.))

د ده په خبره، په پام کې لري، چې دې لړۍ ته دوام ورکړي او په راتلونکي کې په نورو ولايتونو کې هم ورته سيالۍ پيل شي.

د هلمند د پوپل لوبډلې مشر هارون پژواک اژانس ته وویل، چې لوبډله یې وخت په وخت تمرینات کوي او له همدې امله يې په یادو سیالیو کې بریالیتوب تر لاسه کړ.

نوموړي زیاته کړه، چې اوس يې لوبغاړي کولی شي، چې د هېواد په کچه په سیالیو کې ولوبیږي.

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.