ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بادغيس کې ١١ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بادغيس کې ١١ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
18 Apr 2013 - 18:33
په بادغيس کې ١١ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
18 Apr 2013 - 18:33

هرات ښار (پژواک، ٢٩ ورى ٩٢): د بادغيس چارواکي وايي، چې د دې ولايت په بېلابېلو پېښو کې د درېيو وسله والو طالبانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او پنځه پوليس ټپيان دي.

د بادغيس د والي وياند شراف الدين مجيدي د وري په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه، وسله والو طالبانو د جوند ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.

ده زياته کړه، په دې نښته کې چې دوه ساعته يې دوام وکړ، درې وسله وال طالبان ووژل شول.

د هغه په وينا، پنځه پوليس هم په دې پېښه کې ټپيان دي، خو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د يوه بل خبر له مخې، د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماين په چاودنو کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د والي وياند وياند وايي، چې په يادې ولسوالۍ کې نن سهار د ماين چاودنه رامنځ ته شوې، چې د يوه ملکي وګړي ژوند يې اخيستى دى.

نوموړي د دې پېښې پړه پر وسلوالو طالبانو واچوله.

له بلې خوا په بادغيس ولايت کې يوې باوري سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته هم په شاوخوا يوه بجه د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې ده.

سرچينې زياته کړه، په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

وسله والو مخالفينو د يادو پېښو په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.