ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زورواکانو په مارجه کې د خلکو هديرې غصب کړې

زورواکانو په مارجه کې د خلکو هديرې غصب کړې

author avatar
20 Apr 2013 - 15:22
زورواکانو په مارجه کې د خلکو هديرې غصب کړې
author avatar
20 Apr 2013 - 15:22

لښکرګاه (پژواک ٣١ ورى ٩٢): د هلمند د مارجې ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو د يو احتجاج په ترڅ کې له دولت څخه د ځمکو د غصب د مخنيوي غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، چې زورواکانو يې د ځمکو له غصب سره اوس هديرې هم نيولې دي.

د هلمند د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکو نن (د وري ٣١مه) په لښکرګاه کې د ولايت مقام مخې ته راټول شوي وو او د ځمکو په غصب کې يې د تورنو دولتي چارواکو او زرواکو د نيولو غوښتنه کوله.

د يادې ولسوالۍ د سي ٢ بلاک اوسيدونکي حاجي جمال الدين پژواک اژانس ته وويل، چې د چارواکو په مرسته او ګډون سره د حاجي محمدعيسى په نوم يو شتمن کس د هديرې ځمکه نيولې ده.

د ده په خبره، د ولايت او ولسوالۍ چارواکي يې لا له وړاندې د دې ستونزې په اړه خبر کړي، چې د يوه املاکي کمېسيون پلاوي د پيسو په اخيستلو سره دغه ځمکه دولتي کړې او اوس يې ياد شتمن ته ورکوي، چې د تېلو پمپ او دوکانونه پرې جوړ کړي.

نوموړي زياته کړه، په مارجې ولسوالۍ کې زرګونه جريبه هغه دولتي ځمکې او فارمونه چې تخمونه او مېوه لرونکي ونې به په کې تجربه کېدې، له وړاندې د وخت د زورواکو له خوا غصب او پلورل شوې دي.

د احتجاج کوونکو په ډله کې د شېرمحمد په نوم يوه کس پژواک اژانس ته وويل، دغه ځمکه چې د املاکو د کمېسيون او د ولايت د چارواکو په مشوره پر يو کس پلورل کېږي، ٤٠ کاله وړاندې د هديرې لپاره وقف شوې ده.

نوموړي زياته کړه: ((د ولايت له خوا ټاکل شوي کمېسيون ٥٠ جريبه  ځمکه له وړاندې هم حاجي محمدعيسى ته د اجارې په نوم ورکړې ده او غواړي پاتې برخه هم د پيسو په بدل کې ورکړي، چې بيا موږ اړ يو خپل مړي د خښېدو پر ځاى د هلمند سيند ته واچوو.))

د هغه په وينا، دغه هديره د مارجې د ١١ بلاک په سيمه کې ده، خو د شاوخوا لسګونو کليو او بلاکونو خلک خپل مړي په کې خښوي.

په راغلې ډله کې ډاکتر نوراحمد هم وويل، چې د مارجې د فارمي ځمکو تر څنګ لسګونه زره جريبه  دولتي ځمکه د همدغو زورواکو له خوا غصب شوې، چې اوس يې لړۍ د هديرو او جوماتونو تر حريم پورې ورسېده.

نوموړي ګواښ وکړ، چې که يې دولت غوښتنه ونه مني، د ځمکو غصب او فساد دوام همدغسې دوام ولري، نو د مارجي اوسېدونکي به له هر ډول امکاناتو کار واخلي، شکايتونه به تر مرکزه ورسوي او لاريونونو ته به هم دوام ورکړي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک په دې اړه خبريالانو ته وويل، تر دې دمه لا پرېکړه نه ده شوې، چې ياد کس ته دغه ځمکه ورکول کېږي او که نه؟

 د هغه په وينا، د يادې ستونزې د هوارۍ لپاره د هلمند د والي په لارښوونه له ځايي ادارې سره يو کمېسيون ټاکل شوى، تر څو ياده ستونزه له نږدې وڅېړي.

د يادونې ده، چې په دغه ولايت کې د لسګونه زره څېړنيزو فارمونو تر څنګ د يوې سروې له مخې، يو ميليون او اته سوه زره جرېبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.