غزني ښار (پژواک ۳۱ وری ۹۲): د غزني چارواکي وايي، چې د ولسي خلکو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې د يوه قوماندان په ګډون ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په دغه ولايت کې د ۲۰۳ تندر قل اردو د درېيمې لوا وياند نظيف سلطاني د وري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د مقر ولسوالۍ د عزيز کلا په سيمه کې د وسله والو طالبانواو ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ نښته رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې د نښتې پر مهال د ملي اردو ځواکونه هم د ولسي پاڅون کوونکو مرستې ته ورسېدل او جګړې پنځه ساعته دوام وکړ.
سلطاني وايي، چې د دې جګړې په پايله کې د يوه قوماندان په ګډون ١٢ وسله وال طالبان ووژل شول او د دې ډلې د مرستيال قوماندان عبدالقهار په ګډون شپږ نور ټپيان شوي دي.
نوموړي وويل، چې د وژل شوو طالبانو جسدونه اوس د مقر ولسوالۍ په روغتيايي کلينيک کې پراته دي او په نښته کې ولسي خلکو او ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د مقر ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سعدالله پژواک اژانس ته وويل، نښته هغه مهال رامنځته شوه کله چې وسله والو طالبانو غوښتل د کلي له منځه پر امنيتي پوستو او د ولسوالۍ پر ودانۍ بريد وکړي.
د هغه په وينا، په دې وخت کې ولسي پاڅون کوونکي هم را ورسېدل او له طالبانو سره يې جګړه پيل کړه.
سعدالله وويل، چې د سيمې خلک د طالبانو له کړنو په تنګ شوي او هره ورځ ګڼ شمېر خلک د هغوى پر ضد درېږي.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم د وسله والو طالبانواو ولسي پاڅون کوونکو تر منځ نښته شوې، چې په ترڅ کې يې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال پژواک اژانس ته وويل، چې کېداى شي د وسله والو د مرګ ژوبلې شمېره ډېره وي، خو د اتو تنو جسدونه په سيمه کې پاتې دي.
پرون په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې ١٣ پاڅون کوونکي وژل شوي وو.
وسله والو طالبانو په اندړو ولسوالۍ کې د خپلو ملګرو وژل کېدل رد کړي، خو په مقر کې يې د خپلو دوو طالبانو وژنه منلې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن