غزني ښار (پژواک ٣١ ورى ٩٢): د ميدان وردګو چارواکي وايي، چې په نرخ ولسوالۍ په يوه چاودنه کې د حزب اسلامي د يوه قوماندان تر وژل کېدو وروسته د حزب او طالب وسله والو ترمنځ نښته پيل شوې ده.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي د وري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون د نرخ ولسوالۍ د توکرک په سيمه کې د وسله والو طالبانو له خوا د ځای پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې د حزب اسلامي يو لوړ پوړى قوماندان خانجي له يو بل ملګري سره ووژل شو.
هغه زياته کړه، چې له دې پېښې وروسته په سيمه کې د حزب اسلامي او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته هم رامنځته شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې دقيق معلومات نشته.
د يادونې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د يادې ولسوالۍ په توکرک سيمه کې د حزب او طالبانو د وسله والو ترمنځ په نښته کې د حزب دوه غړي وژل شوي وو.
خوګياڼي دغه راز وويل، د وسله والو طالبانو يو قوماندان روح الله چې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ټپي شوى و، ساه ورکړې او پرون په چک ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.
پژواک د دې موضوع په اړه د طالبانو د نظر په اخيستو ونه توانېد.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن