ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې د لاريون کوونکو له خوا تړلې لارې خلاصې شوې

جلال اباد کې د لاريون کوونکو له خوا تړلې لارې خلاصې شوې

author avatar
21 Apr 2013 - 08:58
جلال اباد کې د لاريون کوونکو له خوا تړلې لارې خلاصې شوې
author avatar
21 Apr 2013 - 08:58

جلال اباد (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٢): د جلال اباد ښار لويې لارې چې د لاريون کوونکو له خوا تړل شوې وې، نن سهار بېرته د خلکو او ترافيکو پر مخ پرانيستل شوې.

پرون په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازي حاجي ظاهر قدير په مشرۍ سلګونو خلکو د والي ګل اغا شېرزي پر ضد لاريون وکړ او د احتجاج په توګه يې د جلال اباد ښار ټولې دخولي او خروجي لارې بندې کړې.

سلګونو لاريون کوونکو د تورخم سړک د سرخ دېوال په سيمه کې، د کونړ لاره يې د بهسودو پله په سيمه کې، د کابل سړک يې د سره رود په دو سړکه کې او سوېلي ولسواليو ته لارې يې د فارم هډې په سيمه کې بندې کړې وې.

د دغو لاريونونو له امله سلګونه مسافر، چې ښځې، ماشومان او سپين ږيري په کې شامل وو، له لارو کې پاتې او له ترافيکي ستونزو سره مخ وو.

خو د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي د غويي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پوليسو نن سهار يادې ټولې لارې خلاصې کړې دي.

هغه زياته کړه، چې اوس هېڅ ستونزه نشته او خلک کولى شي په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.

خو د لاريون کوونکو يوه استازي او د ولايتي شورا وکيل ذبيح الله زمري پژواک اژانس ته وويل، چې لارې دوى خپله خلاصې کړې، خو وايي، چې لاريون ته به ادامه ورکوي.

د نوموړي په وينا، تېره شپه د سره رود په دو سرکه سيمه کې يې ځکه لاره خلاصه کړه، چې د ملي ځواکونو يو لوى کتار د کابل په لور روان و.

زمري وويل، چې نن به د سهار لس بجې دوى يو ځل بيا د والي پر ضد لاريون پيلوي او تر هغې به ادامه ورکوي، چې لاريون پاى ته نه وي رسېدلى.

لاريون کوونکي ادعا کوي، چې والي ګل اغا شېرزي دولتي ځمکې غصب کړې او د بيارغونې په نامه يې پيسې جېب کې اچولې دي.

خو والي دغه ادعاوې ردوي او غوښتنه يې کړې؛ چې ولسمشر دې د دغو تورونو د پلټنو لپاره يو با صلاحيته پلاوى جلال اباد ته ور ولېږي.

د يادونې ده، چې تر دې مخکې يو شمېر سوداګرو او د دغه ولايت اوسېدونکو د حاجي ظاهر قدير پر ضد هم لاريونونه کړي، چې ګني دولتي ځمکې يې غصب کړې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.