ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار پر والي د تورونو سپيناوي ته له کابله پلاوى تللى

د ننګرهار پر والي د تورونو سپيناوي ته له کابله پلاوى تللى

author avatar
21 Apr 2013 - 17:18
د ننګرهار پر والي د تورونو سپيناوي ته له کابله پلاوى تللى
author avatar
21 Apr 2013 - 17:18

جلال اباد (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٢): په ننګرهار ولايت کې د والي پر ضد د لاريون کوونکو د تورونو د سپيناوي لپاره له کابل څخه يو پلاوى جلال اباد ته رسېدلى دى.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د غويي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له کابل څخه د ملي امنيت د اوپراتيفي مرستيال ډاکټر محمدياسين ضياء په مشرۍ د خلکو د شکايتونو د اورېدو په موخه راغلى دى.

د دغه پلاوي مشر ضياء له پژواک خبري اژانس سره په لنډو خبرو کې وويل، چې د دې موضوع د ښې بررسۍ په موخه له کابله راغلى او هڅه به کوي ، چې په بې پرېتوب يې وپلټي.

هغه زياته کړه، چې دى به د دغه ولايت له بېلابېلو خلکو، قومي مشرانو او د اعتراض کوونکو له استازو سره وګوري.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازي حاجي ظاهر قدير په مشرۍ سلګونو لاريون کوونکو له پرون راهيسې د والي ګل اغا شېرزي پر ضد لاريون پيل کړى دى.

دوى پرون د جلال اباد ښار ټولې لارې د ترافيکو پر مخ تړلې وې، خو پوليسو نن سهار دغه لارې خلاصې کړې. دوى ادعا کوي چې والي دولتي ځمکې غصب کړي او د بيارغونې پيسې يې په جېب کې اچولې دي.

يو شمېر شنونکي وايي، چې په ننګرهار کې د والي ګل اغا شېرزي او د ولسي جرګې د غړي حاجي ظاهر قدير ترمنځ شخصي اختلافات راپورته شوي او که چېرې دغه اختلافات دوام ومومي لرې نه ده چې په ننګرهار کې به يو لوى ناورين رامنځته شي.

د چارو شنونکي انجنير زرغون شاه زرغون پژواک اژانس ته وويل، چې له ډېرې مودې راهيسې په ننګرهار کې د والي ګل اغا شېرزي او حاجي ظاهر قدير ترمنځ يو پټ کشمکش روان و، چې له تېرې ورځې راهيسې څرګند شوى او نږدې ده چې ننګرهار له يوې لويې بدبختۍ سره مخ شي.

دى زياتوي، چې په اوس وخت کې د ننګرهار يو شمېر ولسونه د حاجي ظاهر په ملتيا راپورته شوي او والي غواړي، چې يو شمېر په خپل ملاتړ راپورته کړي.

انجنير زرغون زياته کړه: ((دلته دشخصي ګټو جنګ دى او ځينې کسان والي په پيسو اخيستي دي، ځکه ګټه يې په کې ده او ځينې د حاجي ظاهر طرفداران دي.))

د کابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون وايي، دا څو ورځې په ننګرهار کې يو داسې ناورين روان دى، چې دوام يې د مرکزي دولت پر زيان دى.

هغه پژواک ته وويل، که چېرې دا ډول حرکتونه دوام ومومي ، نو لرې نه ده چې د افغانستان په هر ولايت کې به لاريونونه وشي او د مرکزي دولت مرکزيت چې په ډېرې سختۍ سره رامنځته شوى، له منځه ولاړ شي.

نوموړي زياته کړه: ((په ننګرهار کې دوه ښکرور سره اوښتي، په دې کې به حتمي يو چپه کېږي، خو زموږ ننګرهار به د تباهۍ کندې ته ګوزار کړي.))

د هغه په وينا، د ننګرهار ولسونه په اوس وخت کې د شخصي ګټو لپاره په دوو برخو وېشل شوي ،له يوې خوا والي غواړي چې حاجي ظاهر قدير تر فشار لاندې راولي او له بله خوا حاجي ظاهر قدير او ملګري يې غواړي، چې والي ته ستونزې جوړې کړي.

استاد ازمون وايي، د ولسي جرګې غړى فريدون مومند چې اوس د والي ننګه کوي، پخوا يې د غونډې په ترڅ کې له ولسمشر څخه غوښتل، چې د ننګرهار والي شېرزى په فساد کې ښکېل دى او بايد دغه فاسد والي له ننګرهاره لرې شي.

هغه وويل، چې په ننګرهار کې د دواړو لورو ترمنځ پر شخصي ګټو لانجه روانه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې شاوخوا ٤٠٠ ننګرهاريانو د والي ګل اغا شېرزي په ملاتړ غونډه پيل کړې وه او بل خوا د ښار په بېلابېلو واټونو کې په سلګونو ننګرهاريانو د والي ګل اغا شېرزي په خلاف لاريون کاوه او د نوموړي پر ضد يې شعارونه ورکول.

لاريون کوونکو په يوه خوله له مرکزي دولت څخه غوښتنه کوله، چې والي ګل اغا شېرزى دې د حساب مېز ته راکش شي، ځکه نوموړي ٣٦٠ميليونه افغانۍ د بيارغونې پيسې اخيستې او په سلګونه جريبه ځمکه يې غصب کړې او هم په نورو مافيايي کارونو کې لاس لري.

د ولسي جرګې غړى فريدون مومند وايي، چې مرکزي دولت بايد هغه کسان ، چې په غير قانوني ډول يې لاريون کړى، ونيسي او د قانون منګلو ته دې وسپاري.

دى وايي: ((له مجرمينو نه مخکې او وروسته رسمي پوليس روان وي او امنيت يې ساتي، په کار ده چې ونيول شي.))

نوموړى د ننګرهار د والي ملاتړ کوي او وايي، په ياد ولايت کې هغه کسان ، چې غلاوې کوي او په فساد کې لاس لري، نه يې مني او په هېڅ ډول يې بايد دولت ملاتړ ونه کړي.

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.