پل علم (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٢): چارواکي وايي، چې مرکز پل علم ته څېرمه د ماين خښولو پر مهال شپږ ماين خښوونکي وژل شوي دي.
د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان صادق وايي، چې دغه ماين خښوونکو غوښتل د کمالخېلو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو د تګ راتګ په لاره کې ماين ځاى پر ځاى کړي.
نوموړي د غويي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ماين چاودنه ډېره زوروره وه او له امله ماين خښوونکي ټوټه ټوټه شوي او له پېژندلو وتلي دي.
خو عيني شاهد د کمال خېلو سيمې يو اوسېدونکى عبدالله وايي، چې وژل شوي ماين خښوونکي درې تنه د دې سيمې او درې نور يې د لوګر له نورو سيمو راغلي وو.
نوموړى وايي، چاودنه د شپې ناوخته رامنځ ته شوه او غږ يې تر لرې سيمو پورې واورېدل شو.
دا لومړى ځل دى، چې په لوګر کې د خپل ماين په چاودنه کې ماين خښوونکي وژل کېږي.
طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن