ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو په هلمند کې ١٦ کارګر ووژل

وسله والو په هلمند کې ١٦ کارګر ووژل

author avatar
21 Apr 2013 - 13:31
وسله والو په هلمند کې ١٦ کارګر ووژل
author avatar
21 Apr 2013 - 13:31

غزني ښار (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٢): ١٦ تنه ځوانان، چې د غزني ولايت اوسېدونکي دي او هلمند ته د کوکنارو د نېش وهلو لپاره تللى وو، د وسله والو له لوري وژل شوي دي.

د قره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال د غويي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، چې په وژل شوو کې اته تنه يې د قره باغ او اته نور يې د اب بند ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

د هغه په وينا، په هلمند کې د وژل شوو کسانو مړي پرون په خپلو سيمو کې خاورو ته وسپارل شول.

نوموړي زياته کړه، چې د دې کسانو د وژل کېدو په اړه بشپړ معلومات نشته، خو ويل کيږي، چې د هلمند په ګرشک کې د کوکنارو د نېش وهلو پر مهال د وسله والو تر بريد لاندې راغلي دي.

د قره باغ د عسکر کوټ اوسېدونکي عبدالباري هم پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ له هلمند څخه د هغو اتو ځوانانو مړي راوړل شول، چې د جمعې په ورځ د نېش وهلو پر مهال وسله والو وژلي وو.

نوموړي زياته کړه، چې په وژل شوو کې د يوې کورنۍ درې کسان هم شامل دي.

د غزني يو امنيتي چارواکى، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي هم دا مني، چې په هلمند کې ١٦ تنه کارګر د وسله والو په بريد کې وژل شوي دي.

سرچينه وايي، چې د دې کسانو د وژنې د علت د موندلو په موخه يې پلټنې پيل کړې دي.

علاوالدين، چې په خپله د نېش وهلو لپاره هلمند ته تللى و او د پېښې عيني شاهد دى وايي، چې د جمعې په سهار د ګرشک په برنګ سيمه کې پرې بريد وشو.

نوموړى چې په تېښته بريالى شوى وايي، چې اتو تنو مخ پټو وسله والو پرې بريد وکړ او شاوخوا شل تنه يې مړه او ټپيان کړل.

تر دې مهاله د يادې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى او د هلمند چارواکي هم له دغې پېښې ناخبري ښيي.

تېره اونۍ هم په ورته پېښه کې د هلمند په ګرشک کې  د غزني د مقر ولسوالۍ څلور کارګر وسله والو وژلي وو.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.