ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

١٤٠ انجيوګانې لغوه اعلان شوې

١٤٠ انجيوګانې لغوه اعلان شوې

author avatar
21 Apr 2013 - 15:31
١٤٠ انجيوګانې لغوه اعلان شوې
author avatar
21 Apr 2013 - 15:31

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٢): اقتصاد وزارت ١٤٠ هغه انجيوګانې ، چې په کارونو کې يې نيمګړتياوې وې او يا يې له قانون سره سم فعاليت نه کاوه، لغوه اعلان کړې دي.

د دغه وزارت وياند نجيب الله امين د غويي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پرېکړه نن د دغه وزارت د مسلکي مرستيال پوهنمل حکم خان حبيبي په مشرۍ د انجيوګانو د تصفيې او انحلال د عالي کمېسيون په غونډه کې وشوه.

هغه زياته کړه، د انجيوګانو د  تصفيې او انحلال  کمېسيون په غونډه کې د اقتصاد وزارت سربېره د اړوندو وزارتونو استازوهم ګډون درلود او د انجيوګانو پر نيمګړتاوو تر بحث وروسته يې پرېکړه وکړه، چې ١٤٠ انجيوګانې له دې وروسته د فعاليت اجازه نه لري، خو نوموړي د دغو انجيوګانو نومونه په ډاګه نه کړل.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال په دې غونډه کې د انجيوګانو په ترسره شوو کارونو خوښي وښوده ،خو يادونه يې وکړه، چې دوى بايد د قانون په رڼا کې  کړنې ترسره کړي.

د نوموړي په وينا، هغه انجيوګانې چې قانون پر ځان نه عملي کوي، د انجيوګانو د تصفيې او انحلال کمېسيون به يې د منحلېدو په برخه کې پرېکړه کوي.

د اقتصاد وزارت وياند وايي، چې په لغوه اعلان شوو انجيوګانو کې ١٠ بهرنۍ او پاتې ١٣٠ نورې يې افغاني دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې  ٢١٩٨ نادولتي موسسې فعاليت کوي، چې ٢٩٨ يې بهرنۍ دي.

د يادونې ده، چې د انجيوګانو د تصفيې او انحلال کمېسيون تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر غير دولتي موسسې، چې له قانون سره سم يې راپور نه و ورکړى، غير قانوني کړنې يې کولې او نيمګړتياوې يې درلودې، لغوه اعلان شوې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.