ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې ٧٣ زده کوونکې مسمومې شوې

په تخار کې ٧٣ زده کوونکې مسمومې شوې

author avatar
21 Apr 2013 - 14:21
په تخار کې ٧٣ زده کوونکې مسمومې شوې
author avatar
21 Apr 2013 - 14:21

تالقان (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه  ٩٢): د تخار په مرکز تالقانو ښار کې د بي بي مريم لېسې ٧٣ زده کوونکې د ناڅرګندو دلاليلو له امله مسمومې شوې.

 دتخار د ولايتي روغتون رييس ډاکټر عبدالجميل فروتن نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سهار له ٩ بجو څخه د ماسپښين تر دوو بجو پورې ٧٣زده کوونکې، په داسې حال کې چې لاسونه او پښې يې لړزېدې، د پوهنې د کارکوونکو له خوا د پوليسو په مرسته روغتون ته لېږدول شوي او ځينې نورې يې د “نبيل بلال” په نوم يوه خصوصي روغتون ته لېږدول شوې دي.

 هغه زياته کړه، دغه نجونې، چې عمرونه يې د ١٤ او ٢٢ کلونو ترمنځ دي، د دې لېسې د ٩ تر دولسم ټولګي زده کوونکې دي.

 ډاکټر جميل وويل، چې له څو ساعتونو وروسته د ټولو مسمومو شوو نجونو روغتيايي حالت ښه شو او بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوې.

  د تخار د عامې روغتيا رييس زياته کړه، چې طبي کتنو لا تر اوسه د دغه مسموموالي لامل نه دى تشخيص کړى، خو څېړنې لا هم دوام لري.

 د بي بي مريم لېسې د لسم ټولګي يوې مسمومې شوې زده کوونکې نسيمې پژواک ته وويل: ((په ټولګي کې ناسته وم، چې ناڅاپه مې د ګاز تند بوى سپږمو ته راغى.))

 هغې زياته کړه، چې له څو شېبو وروسته مې خپلې ټولګيوالې وليدې، چې د بې هوښۍ په حالت کې له څوکيو رالوېدلې وې او نور نو ز هم په ځان پوه نه شوم.

 نسيمه د بې هوښۍ له راوتو خوښه وه او ويې ويل، چې تېر کال يې هم په ښوونځي کې يو زيات شمېر نجونې هم مسمومې شوې دي.

 هغې له چارواکو وغوښتل، چې وروسته له دې د ورته پېښو مخه په جدي ډول ونيسي.

 د تخار ولايت د پوهنې رييس عبدالوهاب نظري روغتون ته د ځينو نجونو د لېږد پخلى وکړ، خو ويې ويل، چې تر دې دمه د دغې پېښې کره لامل نه دى معلوم.

 د هغه په وينا، د دې پېښې د را منځ ته کېدو او څرنګوالي لاملونه به د سيمه ييزې اداري له څېړنو وروسته اعلان شي.

 دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې مخکې هم د تخار ولايت په مرکز تالقانو ښار کې د  نجونو د بي بي هاجرې لېسې ٢٠ زده کوونکې مسمومې شوې وې.

 تېر کال هم د بي بي هاجرې لېسې د زده کوونکو په ګډون د تخار ولايت ٧٠٠ زده کوونکې مسمومې شوې، چې لامل يې د څښاک د ناپاکو اوبو څښل او يو ډول ګاز خپرېدل بلل شوي وو .

 وروسته بيا پوليسو ٢٤ تنه ونيول او ځينو يې په دې اعتراف وکړ، چې په ښوونځيو کې يې کيمياوي توکي کارولي دي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.