ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې يو ايرانى سوداګر د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

په هرات کې يو ايرانى سوداګر د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

author avatar
21 Apr 2013 - 17:23
په هرات کې يو ايرانى سوداګر د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو
author avatar
21 Apr 2013 - 17:23

هرات( پژواک د غويي لومړۍ نېټه ٩٢ ) : د هرات پوليسو يو ايرانى سوداګر د تښتوونکو له منګولو خلاص کړ او د تښتونې په تور يې دوه تنه ونيول شول .

د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپى وايي ،چې د ميلاد په نوم يو ايرانى سوداګر يې له تښتوونکو خلاص کړ.

نوموړي د غويي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل ،چې ميلاد د ايران د تهران اوسېدونکى دى ،چې لس ورځې مخکې د هرات په کهسان ولسوالۍ کې نادرکه شوى و.

هغه زياتوي ، چې دغه ايرانى سوداګر يې نن سهار د يو لړ پټو عملياتو په ترڅ کې په اسلام کلا کې له تښتوونکو را خلاص کړ  او تورن تښتوونکي يې نيولي دي .

د اسلام کلا يو تن اوسېدونکى حاجي ميرداد وايي،چې د ايراني د تښتونې په تور نيول شوي کسان د ده د سوداګرۍ شريکان وو.

هغه زياتوي ،چې تښتوونکو يې د خوشې کېدو په بدل کې د ٣٠٠ ميليونه ايراني تومانو غوښتنه کوله.

د يو بل خبر له مخې، د هرات امنيه قوماندان وايي ، نن يې يو تن له ١٤ بوشکو شرابو او د کرسټال په نوم يوه اندازه توکو سره  نيولى دى .

هرات هغه ولايت دى،چې په کې زياتې تښتونې تر سره کيږي او تښتوونکي د تښتول شوي تن د بېرته خوشې کېدو په بدل کې د پيسو غوښتنه کوي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.