ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيکا کې ځانمرګي بريد لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

په پکتيکا کې ځانمرګي بريد لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
21 Apr 2013 - 14:01
په پکتيکا کې ځانمرګي بريد لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
21 Apr 2013 - 14:01

ښرنه (پژواک، د غوىي لومړۍ نېټه ٩٢):  د پکتيکا د جاني خېلو ولسوالۍ په بازار کې نن غرمه د ځانمرګي بريد له امله درې ملکي وګړي وژل شوي او د دوو پوليسو په ګډون اوه نور ټپيان دي.

د پکتيکا ولايت د رسنيو د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په بريد کې د جاني خېلو پخوانى ولسوال احسان الله سادات هم وژل شوى دى.

خبرپاڼه زياتوي، احسان الله سادات دوه کاله مخکې د جاني خېلو ولسوال و او اوس يې کومه رسمي دنده نه لرله.

سرچينه زياتوي، په بريد کې ټپي پوليس او ملکي وګړي د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او روغتيا يي حالت يې ښه ښودل شوى دى.

خبرپاڼه کاږي، امنيتي ځواکونو په سيمه کې د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله د ياد بريد په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.