ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې ځينې غړي : د کورنيو چارو وزير څرګندونې ملي شورا ته سپکاوى دى

author avatar
23 Apr 2013 - 17:24
author avatar
23 Apr 2013 - 17:24

کابل (پژواک ٣ غويى ٩٢): د مشرانو جرګې ځينو غړو د کورنيو چارو د وزير هغه څرګندونې ناسمې او ملي شورا ته توهين وبللې، چې ويلي يې وو، ملي شورا بيا بيا ورغوښتى او تر ١٥٠٠ زياتې غوښتنې يې ترې کړې دي.

د کورنيو چارو وزير غلام مجتبى پتنګ وړمه ورځ د ملي امنيت شورا په ناسته کې د ملي شورا د ځينو غړو د بې ځايه غوښتنو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او ويلي يې وو، چې د تېرکال د مرغومي مياشتې له پيله تر اوسه ٣٢ ځلې ولسي جرګې او ١٤ ځلې مشرانو جرګې ته ورغوښتل شوى دى.

 همدارنګه د کورنيو چارو وزير ويلي وو، چې په تېرو څلورو مياشتو کې يې د ملي شورا د غړو ١٥٢٠٠ غوښتنليکونه ترلاسه کړي دي.

د پتنګ يادو څرګندونو د مشرانو جرګې د غړو غوسه راپارولې او وايي، چې ملي شورا ته يې سپکاوى کړى دى.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې پتنګ په تېرو څو مياشتو کې ٩ ځلې د مشرانو جرګې عمومي او د کمېسيونونو غونډو ته غوښتل شوى او په دې اړه د هغه څرګندونې سمې نه دي.

د ده په وينا، د کورنيو چارو وزير له نهو ځلو څخه شپږ ځلې مشرانو جرګې ته حاضر شوى دى.

هغه وويل: ((زه د ولسمشر په ګډون ټولې کابينې ته چلينج ورکوم که چا وويل، چې مسلميار راته ويلي، چې دا اجير مقرر کړه يا مامور، او زه چې دا مسووليت اخلم زما سناتوران يې هم اخلي.))

 د هغه په وينا، د کورنيو چارو وزير ويلي، چې د ملي شورا د غړو غوښتنليکونه يې په بوجۍ کې اچولي دي.

د ده په وينا، وزير په دې څرګندونو د ملي شورا غړو ته توهين کړى دى.

مسلميار وايي: ((دا يو ناکام او لافوک وزير دى او ټول بې دينه کمونستان يې مقرر کړي دي.))

په مشرانو جرګه کې د پکتيا استازي بازمحمد زرمتي وويل، چې مشرانو جرګې د کورنيو چارو له وزير څخه کومه غير قانوني غوښتنه نه ده کړې او غونډو ته يې د دې لپاره وربللى، چې د خلکو د ستونزو په اړه ورسره خبرې وکړي.

هغه زياته کړه: ((که دا ريښتنى وزير وي، نو ولې د وکيل د تاثير لاندې راځي او د وکيل په غوښتنه کار کوي.))

د هغه په وينا، د کورنيو چارو وزير کومه لاسته راوړنه نه لري او کوښښ کوي، چې خپله ناکامي د ملي شورا پر غړو واچوي.

په ياده جرګه کې د زابل استازي محمد داوود حساس وويل، چې د کورنيو چارو وزير د ملي شورا د غړو په اړه ناسمې څرګندونې کړي دي.

پتنګ د ملي امنيت شورا په غونډه کې ويلي و، چې د ملي شورا د ځينو غړو ناقانونه غوښتنې يې هم منلې دي، ځکه چې که دغه کار يې نه وي کړى، نو څو ځلې نور به هم استجوابيه او استيضاحيه غونډو ته غوښتل شوى و.

خو حساس وايي، چې هيڅ يو وزير بايد د ملي شورا د غړو د فشار له امله غيرقانوني کسان پر دندو ونه ګوماري او که د کورنيو چارو وزير کوم غيرقانوني کار کړى وي، بايد محاکمه شي.

هغه زياته کړه: ((که غيرقانوني عريضه يې امضا کړي وي، د ده لپاره نور وزارت نه دى په کار، دا بايد عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.))

په ياده جرګه کې د هرات استازې شهناز غوثي هم وايي، چې که وزير د ملي شورا عمومي او يا هم د کمېسيونونو غونډو ته غوښتل شوى نو د اړتيا له مخې غوښتل شوى دى.

غوثي ټينګار کاوه، چې پتنګ بايد له ملي شورا څخه بښنه وغواړي.

دې زياته کړه: ((وزيران دې خپل کارونه په سمه توګه وکړي ترڅو ملي شورا ته ونه غوښتل شي.))

د يادې جرګې يو شمېر نورو غړو هم د کورنيو چارو وزير وروستۍ څرګندونې د ملي شورا غړو ته سپکاوى باله او ويل يې، چې په دې اړه بايد جدي څېړنې وشي.

د ولسي جرګې ځينو غړو د جرګې په پرونۍ غونډه کې له کورنيو چارو وزير څخه وغوښتل، څو د ملي شورا د هغو کسانو نومونه، چې له ده څخه يې غير قانوني غوښتنې کړي، افشا کړي.

تيره ورځ دکورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي وويل، چې ملي شورا ته د وزير بيا بيا غوښتل د هغه د وخت د ضايع کېدو سبب شوي، ځکه د هغو بحثونو په ترڅ کې، چې وزير شورا ته ورغوښتل شوى، ستراتيژيک بحثونه نه دي شوي، بلکې د څو کسانو سليقوي غوښتنې مطرح شوي دي.

 هغه وويل، چې د ملي شورا د غړو په څه باندې ١٥٠٠ غوښتنو کې د کورنيو چارو وزارت په بېلابېلو پوستونو کې غير قانوني ټاکنې، د نقليه وسايطو درلودل، د اضافي ساتونکو ساتل، د پاسپورټونو، ټکسي او وسلو امرونه ترلاسه کول شامل دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.