ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پښتونکوټ د څارنوالۍ مشر ووژل شو

د پښتونکوټ د څارنوالۍ مشر ووژل شو

author avatar
23 Apr 2013 - 11:40
د پښتونکوټ د څارنوالۍ مشر ووژل شو
author avatar
23 Apr 2013 - 11:40

ميمنه (پژواک، ٣ غويى ٩٢): د فارياب د پښتونکوټ ولسوالۍ د څارنوالۍ مشر ، د هغه مېرمن او درې ساتونکي يې په يوه وسله وال بريد کې وژل شوي او يو ساتونکى يې ټپي شوى دى.

د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير قادري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبانو نن سهار اته بجې د پښتونکوټ د څارنوالۍ د مشر ارسلان د سپرلۍ پر موټر د دې ولسوالۍ په اق مسجد سيمه کې بريد وکړ.

د هغه په وينا، په موټر کې د ارسلان ښځه او ساتونکي هم ورسره و او ارسلان له خپل کور څخه د کار دفتر ته روان و، چې د وسله والو طالبانو له بريد سره مخ شو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په بريد کې له وسله والو طالبانو څخه هم يو تن وژل شوى دى.

د جمشيدي په نوم اق مسجد ته د نږدې سيمې د پراختيايي شورا مشر نورمحمد نوراني وايي، چې ده پر ارسلان د بريد د ډزو غږونه په خپل کور کې واورېدل او کله چې د بريد سيمې ته ورغى د ارسلان، د هغه د ښځې او درېيو ساتونکو مړي يې وليدل، چې په سيمه کې پراته وو.

د هغه په وينا، کله چې سيمې ته ورغى بريدکوونکي تښتېدلي وو.

د وسله والو طالبانو وياند قاري محمديوسف احمدي وايي، چې پر ارسلان بريد د دوى کسانو کړى دى.

د هغه په وينا، په دغه بريد کې څارنوال ارسلان له خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوى دى.

ده هم ومنله، چې په دغه بريد کې يو وسله وال طالب  وژل شوى دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.