ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لسو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل شو

د لسو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل شو

author avatar
24 Apr 2013 - 10:28
د لسو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل شو
author avatar
24 Apr 2013 - 10:28

 

جلال اباد ( پژواک، ٤ غويى ٩٢ ) : د لغمان او ننګرهار ولايتونو په بېلا بېلو امنيتي پېښو کې د دولت د لسو وسله والو مخالفينو د وژل کېدو خبر ورکړل شو .

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د غويي په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو ددې ولايت د حصارک ولسوالۍ پر ودانۍ او نږدې کليو بريد وکړ .

هغه زياته کړه ، چې په دې بريدونو کې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو په ځوابي بريد کې شپـږ  وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، د وسله والو مخالفينو په ډزو کې د يوه نږدې کلي يوه ښځه هم ټپي شوې ده.

د حصارک ولسوالۍ يو اوسېدونکى اسماعيل وايي ، چې وسله والو طالبانو پر نـږدې کليو هم ډزې کړي، چې له امله يې يوه ښـځه وژل شوې او دوه ملکي وګړي ټپيان دي.

نوموړى وايي، چې دا نښته د شپې په دوه نيمو بجو پيل شوې وه او دوه نيم ساعته يې دوام درلود.

بلخوا د لغمان ولايت مسوولينو هم په بېلابيلو امنيتي پېښو کې د څلورو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.

د لغمان د والي وياندسرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل، چې  تېره شپه د مرکز مهترلام اړونده د ګلکارۍ په سيمه کې پر ماين خښوونکو خپل ماين چاودېدلى، چې له امله يې يو طالب وژل شوى دى .

هغه زياته کړه ، چې  ددې ولايت دالينګار ولسوالۍ او مهترلام پر لويه لاره د کټل په سيمه کې هم پر  ماين خښوونکو خپل ماين چاودېدلى ، چې له امله يې درې وسله وال طالبان وژل شوي او يو تن يې ټپي دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.