ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“درې اړخيزه ناسته د پاکستان د همکارۍ په جذب کې مهمه وه”

“درې اړخيزه ناسته د پاکستان د همکارۍ په جذب کې مهمه وه”

author avatar
25 Apr 2013 - 15:53
“درې اړخيزه ناسته د پاکستان د همکارۍ په جذب کې مهمه وه”
author avatar
25 Apr 2013 - 15:53

کابل (پژواک ٥ غويى ٩٢): د سياسي چارو ځينې پوهان وايي، چې د بروکسل درې اړخيزه ناسته د افغانستان د ستونزې د حل په موخه د افغان حکومت او امريکا د وروستيو هڅو مهمه ناسته وه.

د شنونکو په باور، دغه ناسته د سولې په پروسه کې د پاکستان همکارۍ جذبولو ته د افغان او امريکايي لوري د وروستيو هڅو پيل و او اهميت يې په دې کې هم و، چې افغانستان او پاکستان خپلې غوښتنې يو بل ته په زغرده څرګندې کړې.

دغه ناسته تېره ورځ په بروکسل کې جوړه شوه، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د دفاع وزير بسم الله محمدي، د پاکستان د پوځ مشر جنرال کياني او د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جليل عباس جيلاني او د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير جان کيرى په کې ګډون کړى وو.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير له کرزي او کياني سره په ګډه خبري ناسته کې د شوې غونډې خبرې پراخې او ګټورې وبللې خو ويې ويل، چې د خبرو پايلې بايد په عمل کې وليدل شي.

سياسي کارپوه احمد سعيدي وايي، چې د بروکسل د درې اړخيزه خبرو اهميت په دې کې و چې دواړو لورو د تېر په خلاف دغه ځل خپلې غوښتنې په زغرده مطرح کړې.

سعيدي وايي، خبرې په بلجيم کې د امريکا د سفير په کور کې ترسره شوې او کره معلومات لري، چې افغانستان او پاکستان په دې درې ساعته خبرو کې، يو له بله پنځه غوښتنې لرلې.

د ده په خبره، پاکستاني چارواکو له افغان لوري غوښتي، چې د هند په څېر له دوى سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي، د امريکا په شتون کې ژمن شي، چې د ډيورنډ کرښه به په رسميت پېژني، د کونړ په اوبو کې به ورته ستونزې نه پېښوي، مولوي فقيرمحمد او فضل الله به پاکستان ته سپاري او په سياسي چارو کې به پاکستان تر هند کم نه بولي.

د پاکستاني طالبانو يو مشر مولوي فقيرمحمد څه موده وړاندې افغان ځواکونو په ننګرهار کې نيولى او پاکستان وايي، چې د دغه هېواد د طالبانو بل لوړپوړى غړى فضل الله له کونړ څخه فعاليت کوي.

خو افغان چارواکي وايي، چې فضل الله په افغانستان کې نشته.

سعيدي وايي، د بروکسل په ناسته کې افغان لوري غوښتي، چې پاکستان افغان طالبان خبرو ته راوبولي، له ترهګرۍ سره خپله ريښتينې مبارزه په عمل کې ثابته کړي، په سرحدي سيمو کې مداخله ونه کړي او خپلې جوړې کړې پوستې لرې کړي، هغه طالبان خوشې کوي چې افغان دولت يې غواړي.

د ده په وينا، افغانستان دا غوښتنه هم کړې، چې امريکاد پاکستان د ژمنو ضمانت وکړي.

د ده په باور “د افغانستان د معقولو غوښتنو په مقابل کې پاکستان امتياز غوښتى، خو دواړه لوري د دغو کارونو د اجرا کولو توان نه لري، اجرا کول يې ملي مشورې او وخت ته اړتيا لري.”

د سعيدي په باور، که څه هم د دې غوښتنو پوره کول د افغانستان او پاکستان حکومتونو ته، چې د کار موده يې لږ پاتې ده، ګران کار دى، خو کېداى شي دغه غوښتنې د دواړو لورو راتلونکې تګلارې روښانه کړي.

د ولسمشر حامد کرزي د کار موده د راتلونکي کال په غبرګولي کې پاى ته رسيږي او ټاکل شوې چې د پاکستان ولسمشريزې ټاکنې دوه اونۍ وروسته ترسره شي.

ده زياته کړه: “دا ځل ولسمشر کرزي معامله نه ده کړې، هر څه يې په زغرده ويلي دي، هر څه چې پاکستان ژمنه کړې، ده يې له امريکا تضمين غوښتى، امريکا هم د دواړو لورو په غوښتنو پوه شو.”

د سعيدي په باور، دغه ناسته د پاکستان د همکارۍ د جذب په موخه د افغانستان د وروستيو ټينګو هڅو پيل بلل کېداى شي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد ودير ساپى هم وايي، چې وروستۍ درې اړخيزه ناسته د افغانستان د قضيې د حل په موخه د افغان حکومت او امريکا د وروستيو هڅو تر ټولو مهمه ناسته وه.

د ساپي په باور، په داسې حال کې چې بهرني پوځيان له افغانستان څخه وځي، دا د افغان دولت او امريکا د وروستيو ټينګو هڅو پيل و، تر څو پاکستان نور له دوه مخي سياسته وګرځوي.

دى وايي، چې په دې خبرو کې د امريکا منځګړيتوب پر پاکستان ښکاره فشار راوستلى شي.

ساپى هم وايي، چې د دې ناستې اهميت په دې کې و، چې دواړو لورو يو له بله خپلې غوښتنې په څرګند ډول مطرح کړې چې کېداى شي دواړه لوري پرې غور وکړي.

دى وايي، ډېر ژر به دا خبرې ملموسې پايلې ونه لري، خو کېداى شي د بيا لپاره کېدونکې خبرې قاطع کړي.

 خو سياسي کارپوه عبدالغفور لېوال وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو ماهيت ډېپلوماتيک نه، بلکې پوځي دى او تر هغه وخته چې پر پاکستان نړيوال فشار رانه شي، د افغانستان ډيپلوماتيکې هڅې نه شي کولى دغه هېواد ريښتينې همکارۍ ته وهڅوي.

د ده په باور، د بروکسل درې اړخيزه ناسته به هم کومه نتيجه ورنه کړي.

لېوال وايي، چې افغانستان بايد داسې نړيواله مرجع ولټوي چې د پاکستان د نه همکارۍ په صورت کې ورته خپل شکايت وکړي.

د لېوال په خبره، پاکستان د لندن او تر هغه د مخه د استانبول په ناسته کې له افغانستان سره د سولې په برخه کې د عمل پر ځاى يواځې د همکارۍ ژمنې کړې د

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.