ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سويډن: له افغان لوري سره د خپلو سرتېرو پرېښودو پر امکاناتو غږيږو

سويډن: له افغان لوري سره د خپلو سرتېرو پرېښودو پر امکاناتو غږيږو

author avatar
25 Apr 2013 - 16:29
سويډن: له افغان لوري سره د خپلو سرتېرو پرېښودو پر امکاناتو غږيږو
author avatar
25 Apr 2013 - 16:29

کندهار (پژواک ٥ غويى ٩٢): د سويډن د بهرنيو چارو وزير کندهار ولايت ته د خپل سفر پر مهال وويل، چې هېواد يې هر کال د اروپايي اتحاديې له لارې په افغانستان کې ١٥٠ ميليونه ډالر لګوي.

د سويډن د بهرنيو چارو وزير کارل بېلټ نن (د غويي ٥ مه) کندهار ولايت ته سفر وکړ او له بېلابېلو دولتي چارواکو سره تر ليدنې وروسته له والي ډاکتر توريالي ويسا سره يوې ګډې خبري غونډې ته خبرې وکړې.

د سويډن د بهرنيو چارو وزير کارل بېلټ وويل، چې هېواد يې هر کال په افغانستان د بېلابېلو برخو د پرمختيا او ودې په موخه د اروپايي اتحاديې له لارې ١٥٠ ميليونه ډالر لګوي.

هغه زياته کړه، دغه پيسې په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د ښوونې او روزنې، روغتيا او بيا رغنيزو کارونه لګېږي.

خو هغه خبر ورکړ، چې هېواد به يې له دې وروسته له افغانستان سره د لوړو زده کړو په برخه کې هم مرسته وکړي.

نوموړي دغه راز وويل، چې هېواد به يې تر ٢٠١٤ کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

بېلت د خپل هېواد د څلور سوه پوځيانو په اړه، چې د هېواد په شمال کې دېره دي، وويل، له دغه کال وروسته يې په افغانستان کې د پوځيانو د پاتې کېدو او نه پاتې کېدو په اړه له افغان حکومت سره خبرې روانې دي.

هغه وويل: ((موږ به له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو امکانات وګورو، خو تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، موږ بيا هم له خپلو متحدينو او افغان دولت، په ځانګړي ډول د افغانستان د باندنيو چارو له وزير زلمي رسول سره سلا مشورې او په ګډه کار کوو.))

بېلټ په هېواد کې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې هم ډېرې مهمې وګڼلې او ويې ويل، که د جمهوري رياست لپاره ازادې او رڼې ټولټاکنې ترسره شي، نو له ٢٠١٤ م کال وروسته به افغانستان له دايمي امن او ثبات څخه برخمن شي.

بلخوا د کندهار والي ډاکتر توريالي ويسا کندهار ته د سويډن د دغه لوړ پوړي مامور سفر کندهار ته مهم بولي او له افغانستان سره د دغه هېواد پر همکارۍ ټينګار کوي.

ويسا د سويډن رول نه يواځې په پرمختيايي برخه کې مهم وباله، بلکې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې يې هم د هغوى کړنې د پام وړ وګڼلې.

دا کندهار ته د سوېډن هېواد د بهرنيو چارو د وزير لومړنى سفر و.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.