ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: تر پلټنې وروسته به د يرغمل شوو پر خوشې کېدو تصميم ونيسو

author avatar
25 Apr 2013 - 11:24
author avatar
25 Apr 2013 - 11:24

لوګر (پژواک ٥ غويى ٩٢): طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د دوى له لوري په لوګر کې د يرغمل شوو ترکي انجنيرانو د خلاصون لپاره قومي هڅې پيل شوې، خو ترڅو چې په دې اړه د دوى پلټنې نه وي بشپړې شوې تصميم نه شي نيولى.

مجاهد له نامعلوم ځايه پژواک اژانس ته په ټيلېفوني اړيکه کې وويل، چې يرغمل شوي ټول په خوندي ځاى کې ساتل کېږي او روغتيايي حالت يې هم د ډاډ وړ دى.

د هغه په وينا، دغه کسان يې په افغانستان کې دننه په امن سيمه کې ساتلي دي.

د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاکټر عبدالولي وکيل هم وايي، چې د تښتول شوو اتو ترکي انجنيرانو، د يوه افغان او دوو پيلوټانو د خلاصون لپاره به قومي هڅو ته دوام ورکړي.

هغه پژوک ته وويل، د دغو کسانو د تښتول کېدو له ورځې د قومي مشرانو په واسطه له وسله والو سره په اړيکه کې دي.

دغه يوولس تنه د غويي په لومړۍ نېټه هغه مهال وسله والو يرغمل کړل، چې چورلکي يې د هوا د خرابوالي له امله د لوګر په ازره کې بېړنۍ ناسته وکړه.

په کابل کې د روسيې سفارت هم په يرغمل شوو کسانو کې د يو روسي پيلوټ د خلاصون لپاره د هڅو د پيل خبره کړې ده.

په کابل کې د روسيې سفارت وياند ستيپان اني کيف انټر فکس خبري اژانس ته ويلي، چې له افغان حکومت او ايساف سره يې د روسي پيلوټ د خلاصون خبره شريکه کړې ده.

په تښتول شوو کسانو کې اته ترکان، يو روسى، يو قزاقى او يو افغان شامل دي، چې تر دې مهاله يې بشپړ برخليک نه دى معلوم.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.