ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د دوو پاکستانيانو په ګډون اته وسله وال نيول شوي

کندهار کې د دوو پاکستانيانو په ګډون اته وسله وال نيول شوي

author avatar
25 Apr 2013 - 14:13
کندهار کې د دوو پاکستانيانو په ګډون اته وسله وال نيول شوي
author avatar
25 Apr 2013 - 14:13

کندهار (پژواک ٥ غويى ٩٢): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې پوليسو ځينې عمليات کړي، چې پر مهال يې د ژېړۍ او ډنډ ولسواليو لپاره د وسله والو مخالفينو د دوو مسوولينو په ګډون اته تنه نيول شوي دي.

سرچينې وايي، دغه وسله وال د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد او سپېروان سيمو د ولسي پاڅون کوونکو د ځپلو په موخه راغلي وو، چې تېره شپه د پوليسو په عملياتو کې نيول شوي دي.

د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي د غويي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پوليسو د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکان سيمه کې عمليات کړي، چې پر مهال يې اته تنه نيول شوي، چې يو شمېر يې پاکستانيان دي.

نوموړي زياته کړه، په نيول شووو کې د نصرالله اغا او عبدالهادي په نومومونو د ژېړۍ او ډنډ ولسواليو لپاره د وسله والو طالبانو مسوولين هم شامل دي، چې د پاکستان د کوېټې اوسېدونکي دي.

هغه زياته کړه، په نيول شوو کې دوه پاکستاني طالبان هم شامل دي، چې په انګليسي ژبه خبرې کولاى شي او د څېړنو له مخې د پاکستان د کوېټې ښار د کچلاک سيمې اوسېدونکي دي او همالته يې جنګي روزنه ترلاسه کړې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه کسان د دې لپاره پنجوايي ته راغلي وو، چې د وسله والو طالبانو پر ضد ولسي پاڅون کوونکي وځپي.

د پنجوايي ولسوال دغه راز وايي، چې د دې ولسوالۍ په زنګ اباد سيمه کې وسله والو مخالفينو د کوکنار اړولو پر کمپاين بريد کړى او پر مهال يې يو پوليس ژوبل کړى او يو شمېر وسايط يې سوځولي دي.

د ده په وينا، د بريد پر مهال يو وسله وال وژل شوى او د کمپاين د يوه تراکتور او موټر تر څنګ يې د پوليسو يو رينجر موټر هم سوځولى دى.

وسله والو طالبانو د دغو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

پنجوايي د کندهار ښار په لوېديځ کې هغه ولسوالي ده، چې دوه کاله وړاندې د وسله والو مخالفينو د يوه مهم مرکز په توګه پېژندل کېده، خو د پر له پسې عملياتو او سيمه ييزو پوليسو له ايجاد سره په کې امنيت نسبتاً ښه شوى دى.

چارواکي وايي، په دې ولسوالۍ کې نه يوازې تر ٣٠٠ پورې سيمه ييز پوليس فعاليت لري، بلکې د وسله والو پر ضد د نږدې ١١ کليو پاڅون کوونکي هم شپه او ورځ ګزمې کوي او د مخالفينو د خوځښتونو مخه نيسي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.