ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او سعودي تر منځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

د افغانستان او سعودي تر منځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

author avatar
27 Apr 2013 - 10:31
د افغانستان او سعودي تر منځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو
author avatar
27 Apr 2013 - 10:31

کابل (پژواک ٧ غويى ٩٢): سعودي عربستان په افغانستان کې د روانې شخړي د هوارۍ لپاره له سيمه ييزو  او نړيوالو هڅو ملاتړ کوي.

د سعودي دولتي اژانس (واس) د راپور په حواله، دغه څرګندونې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال شهزاده عبدالعزيز پرون د قزاقستان په پلازمېنه الماتا کې د افغانستان په اړه د استانبول د پروسې (د اسيا زړه) کنفرانس ته د وينا پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړې: ((سعودي په افغانستان کې د روانې شخړې، تاوتريخوالي او ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د سيمې د هېوادونو او نړيوالې ټولنې له هڅو ملاتړ کوي.))

خو شهزاده عبدالعزيز وايي، چې اوسنۍ هڅې کافي نه دي؛ د دې لپاره چې افغان ولس په سوله ييزه فضا کې ژوند وکړي او په دغه هېواد کې ثبات رامنځته شي، نړيوالې ټولنه بايد خپلې هڅې دوه برابره زياتې کړي.

سرچينې زياته کړې، چې شهزاده د دغه کنفرانس پر مهال د يو شمېر هېوادونو له استازو سره ځانګړې ليدنې کړې او د دوه اړخيزو اړيکو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم غږيدلي دي.

دولتي اژانس ويلي، چې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال شهزاده عبدالعزيز د ياد کنفرانس پر مهال د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير ډاکټر زلمي رسول سره تر ليدنې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګريزو، پانګه اچونې، ساينس، معارف، کولتور، ورزش او ځينو برخو کې د همکاريو د زياتولو تړون هم لاسليک کړ.

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.