کابل (پژواک ٧ غويى ٩٢): وسله والو طالبانو د ((خالد بن وليد)) په نوم د نوو پسرلنيو عملياتو د پيل پر مهال له خپلو ملګرو غوښتي، چې د ولسي خلکو د ځان او مال او ټولګټو تاسيساتو خونديتوب ته پاملرنه وکړي.
د وسله والو طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د غويي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خالد بن وليد په نوم دغه نوي عمليات سر له سبا (د غويي اتمه) په ټول هېواد کې پيلېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو عملياتو په جريان کې ټولو طالبانو ته د ولسي خلکو د ځان ، مال، ولسي شتمنيو او ټولګټو تاسيساتو د خونديتوب جدي او قاطع دستور ورکړل شوى دى.
دغه راز طالبانو په دې خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي، چې د ولسي تلفاتو د مخنيوي په غرض د بهرنيو ځواکونو له مرکزونو، له هغوى سره له کار کولو او د هغوى له مرکزونو دې لري و اوسي.
دوى زياته کړې، چې سږني پسرلني عمليات به د کميت او کيفيت په لحاظ په ځانګړيو تکتيکونو مشتمل وي او په ځواکونو کې د نفوذي کسانو په مرسته به عمليات ترسره کوي.
طالبانو په دې اعلاميه کې د بهرنيو ځواکونو تر بشپړ وتلو پورې روانې جګړې ته د ادامې هوډ څرګند کړى دى.
خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت د وسله والو طالبانو دغه خبرپاڼه او نوي عمليات هسې پروپاګنډ او تبليغات بولي او زياتوي چې ملي ځواکونه تر وخت پخوا ډېر پياوړي شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ملي ځواکونه د دې وړتيا لري چې د وسله والو مخالفينو هر ډول بريدونه او ګواښونه له منځه يوسي.
هغه زياته کړې، چې وسله وال طالبان د عامو خلکو پر وړاندې له هر ډول فعاليت څخه کار اخيستى او تر اوس يې ملکي وګړي په نښه کړي دي.
عظيمي وايي: ((دغه ترهګره ډله تل پر ملکي وګړو بريدونه او چاودنې کړې دي، خو ملي ځواکونه تل د خپل ولس ددفاع لپاره مبارزه کړې ده.))
د نوموړي په وينا، د طالبانو نوي علميات د رواني جګړې يوه برخه ده او غواړي چې د خلکو په منځ کې وېره خپره کړي.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن