ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځيني وکيلان: د غويي ٨مه دې په شاندارو مراسمو ونمانځل شي

ځيني وکيلان: د غويي ٨مه دې په شاندارو مراسمو ونمانځل شي

author avatar
27 Apr 2013 - 15:28
ځيني وکيلان: د غويي ٨مه دې په شاندارو مراسمو ونمانځل شي
author avatar
27 Apr 2013 - 15:28

کابل (پژواک ٧ غويى ٩٢): د ولسي جرګې يو شمېر غړو د ١٣٥٧ کال د غويي د ٧مې کودتا وغندله او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه، چې د مجاهدينو د بريا ورځ (د غويي اتمه) په شاندارو مراسمو ونمانځي.

د ١٣٥٧کال د غويي په ٧مه د خلق ديموکراتيک ګوند، د کودتا له لارې د افغانستان د لومړي جمهور رييس محمد داوود حکومت ړنګ کړ او محمد داوود او د هغه د کورنۍ غړي يې ووژل.

د شوروي پلوه خلق ګوند د حکومت پر ضد د هېواد په بېلابېلو سيمو کې وسله وال خوځښتونه پيل شول او د ١٣٥٨ کال د مرغومي په شپږمه د وخت شوروي اتحاد پوځونو د افغانستان پر خاوره يرغل وکړ.

افغان ولس د وخت د شوروي پلوي رژيم او روسي پوځيانو د يرغل پر وړاندې سخت مقاومت وکړ او د شوروي پوځيان يې په ١٣٦٨ کال کې له افغانستان څخه وتو ته اړ کړل.

د ١٣٧١ کال د غويي په اتمه د نجيب الله په مشرۍ شوروي پلوه حکومت را نسکور شو او مجاهدين واک ته ورسېدل.

په ولسي جرګه کې د باميانو استازي استاد محمداکبري نن د ولسي جرګې په عمومي غوڼده کې وويل، چې د غويي د اومې نېټې پېښه د افغانستان لپاره ډېرې ترخې پايلې لرلې.

د هغه په وينا، د غويي د اومې د پېښې اغېزو تر اوسه د افغانستان خلک په سياسي او اقتصادي برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

ده وويل: ((د غويي اومه د بدبختيو د پيل هغه ورځ ده، چې تر اوسه يې خلک په لمبو کې سوځي.))

هغه زياته کړه، چې افغانانو د لويو قربانيو په ورکولو او د ډېرو سختيو په ګاللو سره وکولاى شول چې د وخت ستر ځواک (شوروي اتحاد ) ته په افغانستان کې ماتې ورکړي.

پر افغانستان د شوروي د يرغل پر مهال د وژل شوو افغانانو کره شمېر نه دى معلوم خو ځينې سرچينې وايي، چې په دې موده کې شاوخوا دوه ميليونه افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې او شاوخوا پنځه ميليونه د خپل وطن پرېښودو ته اړ شوي دي.

اکبري د غويي اومه په کلکه وغندله او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه، چې د غويي اتمه (د مجاهدينو د بريا ورځ ) په شاندارو مراسمو سره ونمانځي.

پخوا به د غويي اتمه په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېده، خو له هغه وروسته چې په ١٣٨٧ کال د دې ورځې پر مراسمو وسله وال بريد وشو، د دې ورځې د نمانځنې مراسم په لوړه کچه نه نيول کېږي.

 

په ياده جرګه کې د هرات استازي خليل الله شهيدزاده هم د١٣٥٧ کال د غوي اومه کرغېړنه ورځ وبلله او ويې ويل، چې د دې ورځې له امله د افغانستان خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شول او په ډله ييز ډول ووژل شول.

خو هغه غوښتنه کوله، چې د غويي اتمه دې په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شي ځکه چې د غويي اتمه د افغانستان د خلکو لپاره له وياړه ډکه ورځ ده او د دې ورځې د لاسته راوړلو لپاره خلکو قربانۍ ورکړې دي.

د ولسي جرګې دويم مرستيال محمدصالح سلجوقي، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه هم وويل، چې حکومت بايد د مجاهدينو د بريا ورځ په شاندارو مراسمو سره ونمانځي.

ده هم د غويي اومه د افغانستان په تاريخ کې يو توره ورځ وبلله او زياته يې کړه،چې د دې ورځې له امله د افغانستان د خلکو ژوند تر اوسه په کړاوونو کې ګير دى.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.